Home+کمرغان که افغان مېنه | حبیب الرحمن رحیمي 

کمرغان که افغان مېنه | حبیب الرحمن رحیمي 

څرنګه چې مو په مخکنیو لیکنو کې ورته اشاره کړې ده؛ د ځینو کلیو نومونه ځانګړی شالید لري، په کې پراته رازونه سړی نه پرېږدي چې قلم ترې پورته کړي د بېلګې په ډول ایریاب (د بڼ اوبه)، سبسنګ (سبا څنګ) ،نک (ووړ کلی) دي خو همدا ډول اوس نو د کمرغان په نوم کې شته اسرار څېړو او د همدې کلي جوړښت  ته یوه لنډه کتنه کوو .

کمرغان چې د سبزسنګ (سباڅنګ) د کلي په لويديځ لور د څو کیلومترو په لېرېوالي د غرونو په منځ کې پروت دی،د ښو څړ ځایونو په لرلو سره د څارویو روزنې ته ښه چاپېریال رامنځ ته کړی دی،د کلي د کټې وټې تکیه هم تر ډېره پر مالداری ده ، دې تر څنګ یوشمېر ابي او للمي ځمکې هم لري ، د رسمي او کلتوري اړخه له سباڅنګ سره تړلی دی، دا کلی چې رسمي شتون د سبا څنګ په سیمه کې راښیي، د معمول له مخې لوی کلي له ځان سره واړه کلي لري ، کمرغان یو له همدې کلیو څخه دی که څه هم  خو د لېرېوالي ، سخت او اوږده ژمي ،د سختو لارو ،روغتیایي اسانتیاوو نشتون به هغه څه وي چې بېل کلی وپېژندل شي تر څو د ژوند د بنسټیزو خدمتونو څخه برخمن شي ، پاملرنه ورته زیاته شي، د کال په ګرمو موسمونوکې د سیاحت لپاره خوندوره سیمه ده خو اړینه ده چې نیمه ورځ د غرونو په منځ کې پلی تک وکړئ،که چېرته ستاسو سفر د پسرلي په لومړیو یا د مني په ورستیو کې وي باید د سړې هوا او واورې لپاره چمتو والی ولرئ.

کمرغان چې د سیمې په ژبه د شنو غرو په منځ کې پروت دی ، له منځ څخه یې د شملتو درې ته لار ورماته شوې ده خو دلته که ژبه او قوم بېلیږي خو ملت نه بيلیږي ،ښه ګاونډیتوب هغه څه دی ؛چې د دې سیمې د خلکو او قومونو په منځ کې د تاریخ له پاڼې رانيولې ان په ژوندی بڼه یې خواږه د خلکو په سینه کې خوندي دي.

کمرغان یو ترکیبي نوم دی ؛ چې کمر او غان دی ، کمر په پښتو کې د لویې ډبرې په مانا ژباړل کیږي، د ډبرې درول د کلیوال دود له مخې  هغه پوله ده چې دوو څنګ لوریو ترمنخ  حقونه خوندي کوي، واکونه یې محدودوي، د شیخړو د حل لامل کیږي ، چې له مخې یې دواړه لوري کولی شي په خپل منځ کې ارام او سولیز ژوند وکړي ، خو سربېره پر دې کمره  د ځینو پښتنو د لهجو له مخې د د هستوګنځي مانا هم لري چې موږ او تاسو ورته خونه  یا کوټه وایو ،شاعر هم وایي :

چې شاهین یې په ختلو کې دمې کړي

پښتانه هلته حجرې لري جرګې کړي

،خو بلخوا غان شاید د افغان وروستاړی وي چې اوغان هم د ځینو لهجو له مخې ویل کیږي، همدې ته ورته هغه لاره چې په استرالیا هېواد کې افغانانو جوړه کړې ده؛ د همدوی د ستاینې په پار غان په نامه سره یادیږي،یا دا چې د غزني ولایت اړوند د ناور ولسوالۍ سره د وردګو ولایت اړوند د جغتو ولسوالۍ وروستۍ کرښه ده؛ چې پښتو او دري ژبې د ویونکو ترمنځ بېلوالی راځي ،د ناور دشملتو سیمې خلک یې په سیمه ایزه لهجه کمرغو نوم ورته کاروي چې موخه یې د وردګو سرحدی کلی دی؛ کوم چې په خپل منځ کې په پښتو ژبه خبرې کوي، همداشان پورته څېړنو ته په کتو دا نوم کمر افغان دی؛ د افغان پوله یا د افغان حجرې په مانا راوځې  ترډېرې کچې هغه ولسي  روایت چې په همدې سیمه د مومندو قوم ژوند کړی دی ريښتیا کوي   افغان مېنه به یې غوره نومونه وي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...