لیکوال: عبدالبشیر فکرت بخشی، د کابل پوهنتون استاد
ژباړه: اخترمحمد ژوندون
سریزه:
متافیزیک ته یې څو ماناوې ښوودلې دي، د بیلګې په ډول په یوه مانا متافیزیک د هغو مقالو ټولګې ته وايي چې ارسطو د فزیک په اړه له بحثونو څخه وروسته لیکلې او ترتیب کړې دي. دا مانا د متافیزیک له لغوي مانا سره (له فزیک-وروسته) اړیکه لري او متافیزیک د کرونولوژیک ترتیب له مخې په پام کې نیسي. په دوهمه مانا سره بیا متافیزیک د موضوع له مخې آهمیت پیدا کوي او هغه دا چې د ټولیزو وجودي احکامو په اړه بحث کوي. وجود له دوو زایو څخه د بحث موضوع کیدلی شي: ۱) له مادي اړخه او ۲) له ذهني پلوه. وجود چې له مادي اړخه څیړي دا د تجربي علومو موضوع ده، په داسې حال کې چې متافیزیک د وجود په ذهني اړخ خبرې کوي. اساسي خبره داده چې مادي وجود، مقیّد وجود دی په داسې حال کې چې له مادې څخه منتزع(خلاص یا وتلی) وجود مطلقیت لري. کله چې وجود ځان ته مادي لباس په تن کړي؛ نو تجربي علوم ور وړاندې کیږي.
وجود په حیاتي قالب کې د حیاتي علومو موضوع وي او په بې روحه مادي قالب کې د فزیکي علومو موضوع وي؛ مګر هغه وجود چې له هر ډول حد او قید څخه خلاص وي دا ډول وجود د متافیزیک موضوع ده. د کلي امر په توګه د وجود د ښې شننې لپاره حتمي ده چې د منطق او ژبې برخو ته سر ور دننه کړو. له منطقي نظره وجود د محمول(حمل شوي یا بار شوي) په توګه هر ډول موضوع سره نسبت پیدا کوي په داسې حال کې چې نور محمولونه داسې ټولیزه بڼه نه لري. د نمونې لپاره لاندې جملو (قضیاوو) ته وګوری:
۱ـ انسان ناطق دی؛
۲ـ نبات نامي دی؛
۳ـ ملایک له نور څخه دي؛
۴ـ او خدای واجبالوجود دی.
په دې جملو کې ((انسان)) ((نبات)) ((ملایک)) او ((خدای)) د قضیې موضوعات دي او د ((ناطق))، ((نامي)) ((نور)) او ((واجب الوجود)) مقولې د قضیو محمولونه دي. که هرې جملې باندې فکر وکړو نو پوهیږوو چې هر محمول کولی شي یوازې په یوه ځانګړې موضوع باندې حمل شي. له همدې امله نشو کولی چې ((ناطق کیدل)) نبات ته نسبت کړو او ووایو چې ((نبات ناطق دی)) په همدې ډول ((واجب الوجود)) هم په نورو موضوعاتو لکه انسان، نبات او ملایک باندې نه حمل کیږي او دې ته ورته، نشو کولی چې انسان یا نبات باندې د ((واجب الوجوب)) مقوله حمل کړو. خلاصه دا چې هر یو محمول کولی شي یوه ځانګړې موضوع وړاندې کړي او له اړوندې موضوع پرته نورې موضوعګانې نشي وړاندې کولی.
په دې منځ کې ((وجود)) داسې یو محمول دی چې کولی شي په هرې موضوع بار شي او ددې جملو په هر جوړښت کې خپل ځای پیدا کوي، مثلا موږ یې پورته جملو کې استعمالوو: انسان موجود دی؛ نبات موجود دی؛ ملایک موجود دي؛ او خدای وجود لري. د ((وجود)) په محمول کې ګورو چې یو دم له ځینو پوښتنو سره مخ کیږو لکه: وجود څه شی دی؟ آیا په دې ټولو جملو کې وجود په یوه مانا استعمال شوی دی او که په مختلفو ماناوو؟ آیا دا ادعا کولی چې خدای او نور موجودات له وجود څخه یو ډول برخمن دي؟ وجود په کلي توګه متواطي دی او که مشکک؟ ځکه خو وایو چې مابعدالطبیعه(متافیزیک) د یوهٔ مطلق امر په توګه ـ له قید پرته ـ وجود باندې خبر کوي کوي، چې تر اوسه یې په ځانګړي قالب او حدودو کې ځای نه دی پیدا کړی. دلته غواړم چې د متافیزیک د څرنګوالي بحث د هالینګدل په یوهٔ متن باندې پای ته ورسوم:
مابعدالطبیعه (متافیزیک) د یوهٔ بشپړ تعریف له مخې د وجود تل او د هستۍ د څرنګوالي په اړه څېړنه ده. یا هم متافزیک د هغو امورو څېړنه ده چې د تجربې له قلمرو څخه وتلي وي. د لومړنیو اصولو یا د نهايي حقایقو نطریه ده. په ټوله کې هغه فلسفه ده چې موخه یې (( د امورو تل ته رسیدل)) وي او په دې هڅه کې وي چې د ژوند او جهان څرنګوالی او څنګهوالی د یوه ٔکل په توګه تعریف کړي یا هم هغه علم چې د ګمان او نظري بحث له مخې د وجود په تل(غایت) باندې مصروفه شي، متافیزیک یې وبولو.
د وجودپېژندنې (Ontology) تاریخي شالید
د وجود په اړه مستقیم او لومړی بحث پارمنیدس(پیدا ۵۱۵ق م) د فلسفې میدان ته را واچوهٔ چې استدلال یې یو ډول منطقي-مابعدالطبیعي استدالال و. پارمنیدیس د طالس (۶۲۴-۵۴۶ق م) غوندې اوبه ماده المواد ونه بللې او نه یې هم د آناکسیماندر(۶۱۰ـ ۵۲۴ ق م) په څېر ناپېژندل شوې ذرې(نامتعین ذرات) د عالم لومړنی اصل وبالهٔ. هوا هم هغهٔ ته لومړنی اصل نه ښکاریدهٔ هغه ډول چې آناکسیمینس(پیدا ۵۸۵ ق م) هوا د عالم لومړنی اصل بالهٔ. په همدې ډول اعداد هم ورته د لومړني اصل په توګه نه و مطرح څرنګه چې فیثاغوریانو اعداد د لومړني اصل په توګ منلي و. د پارمنیدس له نظره لومړنی اصل چې پخوانیو یې د کشف لپاره ډېرې هڅې کړې وي ((وجود)) و. پارمنیدس وجود یو بالهٔ او په موجوداتو کې کثرت یې له دې امله بالهٔ چې له لومړني اصل(وجود) سره اړیکې لري او له هغه څخه برخمن دي. ددې نظر له مخې هغه ډول چې ټول موجودات د لمر له وړانګو څخه یو ډول جذب نشي اخیستلی، نو موجودات هم د لومړني اصل (وجود) څخه یو شان نه دي برخمن.
دا یوناني طبیعي فیلسوف د عالم د کثراتو او لومړني اصل ترمنځ نسبت په هم دې پورته فلسفۍ ډول سره توپیروي. له همدې ورځو وروسته د وجودپېژندنې مسئاله د یوې بنسټیزې مسئلې په توګه فلسفه کې مطرح شوله او دا سلسله له افلاطون(۴۲۷/۴۲۸- ۳۴۷/۳۴۸) او ارسطو(۳۸۴ـ ۳۲۲ ق م) څخه په راتېرېدو، پایله کې مسلمانو فیلسوفانو ته را ورسیده او هغوی هم په دې اړه خپلې نظریې وړاندې کړې او هڅه یې وکړه چې مسئله روښانه کړي.
د متافزیک آهمیت
متافزیک د ارسطو د هغو مقالو د ټولګې په مانا چندان اهمیت نه لري چې له فزیک څخه وروسته یې ترتیب کړې دي؛ دا په دې دلیل چې مخکېوالی او وروستهوالی نشي کیدلی چې د یوهٔ علم په اړه ارزښتیز قضاوت وکړي. ځکه که داسې وکړو نو فزیک له متافزیک څخه زیات د ارزښت وړ دی او دا له دې امله ده چې د ارسطو په آثارو کې فزیکي مباحث تر متافیزیکي هغو وړاندې دي. دا په داسې حال کې ده چې ارسطو له دې مخکېوالي سره ـ سره متافزیک تر فزیک غوره بالهٔ، له دې امله هغه څوک چې ددې علم په اړه خبرې او څېړنې کوي، تر فزیکي څېړونکو زیات د احترام او شرف درلودونکی دی. د متافزیک شرافت یا غورهوالی د هغه په موضوع پورې تړلې خبره ده نه په زمانې ترتیب پورې. اوس اصلي خبرې ته رسیږو او هغه دا چې د متافزیک غورهوالی او شریفوالی په څه پورې اړیکه لري؟ او له دې ځایه ددې برخې اهمیت هم ښه روښانیدلی شي.
۱ـ متافیزیک د ځانغوښتنه ده:
ډیری علوم داسې دي چې عملي پایله لري او د هغوی ارزښت هم هغه اثر پورې تړلی دی چې په عمل کې ترې ښکاري. د بیلګې په ډول د طب علم هغه وخت ارزښتمند دی چې وکولی شي د ناروغیو په کنټرول او کمولو کې اغیزمن واقع شي او مهندسی هغه وخت ارزښت پیدا کوي چې وکولی شي د آبادیو په برخه کې ګټور جوړښتونه وړاندې کړي. په همدې ډول سیاست، حقوق، اقتصاد، مدیریت، تجارت او نور… دا ټول علوم په هغو پایلو پورې اړه لري په عملي ډول یې وینو، ځکه خو خلک دې علومو ته په انتفاعي(ګټه درلودونکي، نفع ترلاسه کوونکي یا فایده رسونکي) ډول ګوري او دا چې غواړي مهندس، ډاکټر، اقتصادان او .. شي له دې امله ده چې کار او عملي پایلې ته یې ګوري او ویني چې په ژوند کې عملي ارزښت لري. متافیزیک بیا داسې نه دی، دا بیا عملي پایله نه لري او متافیزیسین عیني او عملي پایلې ته نه رسیږي. له دې امله چې متافیزیک عملي پایله نه لري، نو په دې برخه کې میتافزیسین هم دا علم د ځان لپاره غواړي نه د یو بل څه لپاره. (دهٔ ته په خپله د متافیزیک علم ارزښت لري نه هغه پایله چې موږ یې له علم څخه غواړو) متافیزیک په اساسي ډول له موخې څخه خالي نه دی؛ مګر دومره ده چې دا موخه عملي نه ده، بلکې نظري ده. له همدې امله متافیزیک داسې یو علم دی چې ټول خلک په دې برخه کې خپل نظر نشي ورکولی.
۲- علتونو باندې علم:
وړاندې مو وویل چې د متافیزیک موضوع د ټولیز وجود په اړه بحث دی، له دې امله بې سببه نه ده چې ځینو مسلمانو فیلسوفانو د ارسطو په لاره د حکمت موضوع ( علم به موجود بما هو موجود) تعریف کړې ده. له دې ټولو سره ـ سره په وجود باندې علم لازموي چې، د وجود په لومړنیو علتونو باندې علم باید وي. په دې توګه ویلی شو چې متافیزیک خورا انتزاعي او کلي علم دی چې د واقعیت له لومړنیو اصولو یا علتونو څخه بحث کوي. د یو بل تعریف له مخې متافزیک د اشیاوو یا امور له اسبابو څخه بحث کوي او په اسبابو باندې علم له هغه علم څخه غور دی چې موضوع یې مسببات وي. له دې امله ده چې متافیزیک له نورو علومو څخه امتیاز لري، ځکه نور علوم په مسبباتو خبرې کوي. پر دې سربیره، پر اسبابو باندې علم، پایله کې انسان لومړنی سبب یا هماغه (علت اولی) ته نژدې کوي او دا ډول ده چې متافیزیک پایله کې د خدای پیژاندنې له ګریوان څخه سر را پورته کوي. له عقلي پلوه د دا بحثونه د ((لومړني علت)) بحث ته، ذمینه برابروي، هغه علت چې وجود یې ـ د ممکناتو د عالم په خلاف ـ واجبي دی. له دې ځایه ده چې دا برهان د خدای په وجود باندې پای ته رسیږي او د ارسطو له زمانې را په دېخوا تر اوسه پورې رواج لري. ددې بیان له مخې متافیزیک له دې امله چې د مسبباتو علم دی او لومړنۍ ریښې یې خدای پېژندنې ته رسیږي، خورا زیاد د اهمیت وړ دی.
۳ـ ټولیز علم:
معمولا کلي(ټولیز) علم په جزئي علم باندې غوره والی لري، ځکه ټولیز علم جزئیات هم په بر کې نیسي او د مولوی په خبره: چون صد آمد نود هم پیش ماست. مګر جز بیا کلي امر په بر کې نه نیسي. له دې ور هاخوا څومره چې علوم له حسیّاتو څخه فاصله اخلي، زیاته پراخي پیدا کوي او عقلاني صورت یې زیاتیږي. متافیزیک چې د امورو یا اشیاوو له لومړنیو اصولو یا علتونو څخه بحث کوي، عقلاني ماهیت لري او له دې امله ((«کلّي معرفت په لوړه درجه کې ده»، دا جمله په دې مانا ده چې حکمت له حواسو څخه لرې علم دی، انتزاعي دی او له دې امله ستونزمن علم دی، ځکه خو د ډېر فکري کوښښ مستلزم دی))
له پخوا څخه افلاطون د شناخت په دریو سطحو کې توپیر ته ژمن و. د هغهٔ له نظره حسی معرفت د معرفت نازل صورت دی، تر دې چې له معرفت څخه زیات د ګمان او شک امکان په کې شته. د افلاطون په خبره مثالي معرفت یوازینی واقعی معرفت دی، ځکه هم ثابت دی او هم کلي. ثابت ځکه ده چې په ثابتو امورو پورې تړلی دی او له دې امله کلي دی چې عالم مثال په خپله علم کلیات دی. افلاطون ریاضیات د حسیاتو او مثالیاتو په منځ کې علم بولي.
اسلامي فیلسوفان هم د ارسطو په څېر فلسفه څو برخو باندې ویشې له دې ډلې ابن سینا فلسفه داسې تقسیموي. ۱) طبیعیات، ۲) ریاضیات او ۳) مابعدالطبیه(متافیزیک). طبیعیات له ماهوي مفاهیمو سره سروکار لري، هغه مفاهیم چې ریښه يې په واقیعت پورې تړلې وي او له دې لارې دا علوم حواسو ته نژدې دي. ریاضیات بیا له ذهن او واقعیت سره دوهګونی نسبیت لري. مابعدالطبیه بیا له جزئي واقعیاتو سره زیاته فاصله لري، ځکه خو دا علم زیات نظري او ټولیز دی.
پایله
مابعدالطبیعه(متافیزیک) اوږده تاریخي ریښه لري؛ مګر دا بحث په ځانګړي ډول د پارمنیدس له لوري پیل شو او تر ننه هم دوام لري. متافیزک هم له شکلي اړخه او هم له ماهوي اړخه تعریف کولی شو. ومو ویل چې په شکلي ډول سره متافیزیک د هغو مقالو ټولګې ته وایي چې ارسطو د طبعي بحثونو څخه وروسته وړاندې کړل. په ماهوي ډول سره متافیزیک هغه علم دی چې له مطلق وجود او د هغهٔ له احکامو څخه بحث کوي. په دې توګه ویلی شو چې ریاضیاتو او طبیعیاتو په کتو سره، متافیزیک کلی علم دی؛ ځکه چې موضوع یې ((مطلق وجود)) دی. له دې پرته متافیزیک د معلول پر ځای علت او د مسبباتو پر ځای اسبابو باندې بحث کوي. هغه علم چې په اسبابو او علتونو باندې بحث کوي تر هغه علم غوره دی چې په مسبباتو او معلولاتو باندې را څرخي او دا امتیاز له متافیزیک سره دی. د متافیزیک پایله د نورو علومو په څېر عملي پایله نه ده، بلکه نظري ده، له دې امله یوهٔ متافیزیسین ته متافیزیک د نورو علومو په پرتله ذاتا ارزښمتمن دی او نشو کولی چې ارزښت یې یوازې په عملي برخه کې محدود کړو. دا چې متافیزیک عملي پایله نه لري او نظر ته ژمن دی، ځکه خو عوام تر ډېره ورته مایله نه دي او دې برخې ته زړه نه ښهٔ کوي. هغوی د هر علم عملي پایلې ته ګوري او دا لرې نه ده چې متافیزیک ورته بې ارزښته او لامعنی ښکاره شي.
ماخذونه:
۱ـ وګوری، هالینګ دل: تاریخ فلسفهی غرب، د عبدالحسین آذرنګ ژباړه، ۱۳۸۷ خورشیدی، تهران-ققنوس
۲ـ فریدریک چارلز کاپلستون: تاریخ فلسفه، ج۱ د سیدجلالالدی مجتبوي ژباړه، ۱۳۸۰ هـش، تهران-شکرت
۳ـ عثمان امین، محاولات فلسفه، له دې نقله: ارسطو، مابعدالطبیعه، ۱جز دویم طبع(ترجمه فرنسیه بقلم تریکوه پاریس ۱۹۳۳)
۴ـ مولانا جلال الدین محمد بلخي: مثنوی معنوی، دفتر اول
۵ـ حنا فاخوري او خلیل جر: تاریخ فلسفه در جهان اسلامي، د عبدالحمید آیني ژباړه، ۱۳۹۰ خورشیدی تهران-شکرت انشتارات علمي و فرهنګي
۶ـ Mahmut kaya: kindi 2002. Aksaray-istanbul