یکشنبه, سپتمبر 8, 2024
Homeخبرونهاقتصادي خبرونهکونړ کې د لمریزې برېښنا پر مټ د اوبو څلور شبکې جوړې...

کونړ کې د لمریزې برېښنا پر مټ د اوبو څلور شبکې جوړې شوې

تاند (چهارشنبه د دلوې ۲۲) د کرنې او مالدارۍ وزارت وايي چې د کونړ ولایت په سرکاڼو، مرورې او نرنګ ولسوالیو کې د لمریزې برېښنا پر مټ د اوبو څلور شبکې جوړې شوې چې ۴۰۰۰ جریبه للمي ځمکه به پرې خړوبه شي.

د کرنې او مالدارۍ وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، د اوبو لګولو دغه شبکې د کونړ په سیند جوړېږي چې د کرنې او مالدارۍ وزارت پرې  ۹۱،۲ میلیونه افغانۍ لګولي دی.

دغه شبکې د کونړ د والي او د کرنې او مالدارۍ وزارت چارواکو له خوا پرون سه شنبه افتتاح شوې.

د کرنې او مالدارۍ وزارت په خبرپاڼه کې ددې وزارت د مرستیال حشمت الله غفوري له قوله راغلي، پلان یې دی هغه ځمکې چې د کونړ له سینده لوړې او د کانال جوړولو امکان ورته کم وي، د سولري برښنا پر مټ همداسې شبکې ورته جوړې کړي.

سرچینه زیاتوي، را روان ۱۴۰۰ کال به د کونړ په بېلابېلو ولسوالیو کې د کرنې، مالدارۍ او اوبو لګونې په برخو کې د ۳۸۰ میلیونه افغانیو په ارزښت بېلابېلې پروژې پلې کړي.

بله خوا د کونړ والي محمد اقبال سعید وايي چې د اوبو لګولو د دغو شبکو په مرسته به د کونړ کرنې سکتور کې مثبت بدلون راشي، کرنیز تولیدات به لوړ او د نباتي پوښښ په رامنځته کېدو به د وارداتو کچه راکمه شي.

د کونړ د سرکاڼو، مرورې او نرنګ ولسوالیو اوسېدونکیو او کروندګرو په خپلو سیمو کې د اوبو د دا وړ لویو شبکو پر جوړېدو خوښي ښيي او وايي چې د دغو شبکو په مرسته به شاړ ډاګونه او وچې للمې په حاصل راشي.

د کونړ اوسېدونکي او کروندګر له حکومت څخه غوښتنه کوي چې د کونړ پر سیند دا شان لویې پروژې پلې کړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب