دوشنبه, سپتمبر 16, 2024
Home+تر ټولو شتمن انسان د امازون مشري پرېږدي

تر ټولو شتمن انسان د امازون مشري پرېږدي

تاند- د نړۍ تر ټولو شتمن انسان، امازون شرکت اجرايي رييس ۵۷ کلن جیف بیزوس وايي، د روان ۲۰۲۱ کال په مني کې له خپلې دندې لاس اخلي.

بیزوس نژدې ۲۰۰ ملیارد ډالره شتمني لري.

د فوربس مجلې له مخې، له ده وروسته په نړۍ کې تر ټولو ډېره شتمني د مایکروسافټ د خاوند بیل ګېټس ده.

بیزوس پر امازون سربېره د فضايي اکتشافاتو شرکت بلو اوریجن او واشنګټن پوست ورځپاڼې خاوند هم دی.

ده په ۱۹۹۴ م کال امازون شرکت د انلاین کتابونو لپاره جوړ کړ، وروسته یې دې شرکت ته پراختیا ورکړه او نورې برخې یې هم پکې شاملې کړې او اوس د امازون شرکت پانګه تر یو تریلیون یا زر ملیارد ډالرو اوړي.

ټاکل شوې ده چې ۵۳ کلن اندي جیسي د بیزو ځای ناستی شي.

جیسي له ۱۹۹۷ م کال راهیسې له امازون سره کار کوي او اوس په امازون کې یو مهم مسوولیت لري.

په امازون کې دا بدلون په داسې حال کې راځي چې دې کمپنۍ د کورونا وبا د خپرېدو په لړ کې ډېره ګټه کړې ده. د امازون ویب تر ټولو ډېر عاید دې کمپنۍ ته ورپه برخه کړی دی.

بیزوس ویلي چې نه غواړي یو مخ له کاره لاس واخلي بلکې د دې لپاره چې کافي انرژي او حوصله لري غواړي چې د امازون له اجرايي ریاسته له تلو وروسته نور فعالیتونه وکړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب