Homeخبرونهد یما سیاوش پلار وايي، تر هغه چې د یما قاتلین نه...

د یما سیاوش پلار وايي، تر هغه چې د یما قاتلین نه وي معلوم شوي په ارام نه کېني

تاند (سه شنبه د دلوې ۲۱) د وژل شوي خبریال یما سیاوش پلار داوود سیاوش د افغان حکومت تر څنګ په نړیوالې ټولنې نیوکه کوی چې د خپل زوی د وژنې د قضیې د بې طرفه څېړنې غوښتنه یې کړې وه، خو هغوی ورته تر اوسه مثبت یا منفي ځواب نه دی ورکړی.

داوود سیاوش نن په کابل کې یوې خبري ناستې ته ویلي، چې د افغانستان بانک له پېښې اتلس ورځې وروسته د امنیتي کمرو ویډیوګانې امنیتي بنسټونو ته استولي دي.

نوموړي ویلي، دا مناسبه نه ده چې حکومت د چوک له سره یو کس راولي او د زور او یا پیسو په واسطه هغه قانع کړي چې د دوی په خوښه څرګندونې وکړي او بیا یې پرېږدي.

د داوود سیاوش په خبره چې د ولسمشر اشرف غني دواړو مرستیالانو او د ملي امنیت عمومي رئیس ورته ویلي چې د یما سیاوش د وژنې په تور درې کسان نیول شوي، خو نوموړی وايي چې د کورنیو چارو وزیر بیا ورته په دې تړاو د یو نفر د نیول کېدو خبره کړې ده.

داوود سیاوش ټینګار کړی دی چې دی به تر هغو چیغې وهي څو پورې چې یې د زوی د وژنې قضیه په هر اړخیزه توګه څېړل شوې نه وي او قاتلین یې نه وي پېژندل شوي.

یما سیاوش د تېرې عقرب میاشتې په ۱۷مه سهار، هغه مهال چې دندې ته پر لاسه و د کابل په نهمه ناحیه کې د چسپکي ماین په چاودنه کې ووژل شو.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...