Homeخبرونهاقتصادي خبرونهولسمشر غني او نرېندرا مودي نن د شاتوت بند پروژه لاسلیکوي

ولسمشر غني او نرېندرا مودي نن د شاتوت بند پروژه لاسلیکوي

تاند (سه شنبه د دلوې ۲۱) ولسمشر غني او د هندوستان لومړی وزیر نرېندا مودي نن د یو ویډیويي کنفرانس له لارې د ۲۸۶ میلیون امریکایي ډالرو په ارزښت د شاتوت بند پروژه لاسلیکوي.

د ولسمشر د ویاند مرستیال دواخان مینه پال نن سه شنبه پر خپل ټوېټر لیکلي: «نن د افغانستان اسلامي جمهوریت او د هندوستان هېواد تر مینځ د کابل ولایت په للندر سیمه کې د د للندر(شاتوت) بند جوړولو تړون لاسلیکېږي.»

اخوا بیا هندي رسنیو ویلي چې دواړه مشران به د یادې پروژې د لاسلیک تر څنګ له تروریزم سره د مبارزې په برخه کې د هند او افغانستان په دوه اړخیزو همکاریو هم بحث وکړي.

شاتوت بند چې د کابل ولایت په للندر سیمه کې موقعیت لري، شاوخوا څلور زره هېکتاره ځمکې د خړوبولو او د کابل دوه میلیون وګړو ته د څښاک د اوبو برابرولو ظرفیت لري.

د معلوماتو له مخې دغه بند ۱۱۳ متره لوړوالی  او ۶۰ متره پلنوالی لري چې په دوو کلونو کې به جوړ شي.

هندوستان تر دې وړاندې په هرات ولایت کې د سلما بند هم جوړ کړی چې په میلیونونو ډالر لګښت پرې راغلی دی.

شاتوت بند د کابل په چهاراسیاب ولسوالۍ کې موقعیت لري چې د ۱۵۰ میلیون متر مکعب اوبو د ذخیره کولو ظرفیت لري.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

ښادمن علمي خزانه؛ د نوښتونو خزانه | غني حسن

د ۲۰۱۸ کال پر څلرمه میاشت په کندهار کي یو علمي، فرهنګي، ادبي، تعلیمي او تحصیلي مرکز تاسس سو، او نوم ئې (ښادمن علمي...