یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeخبرونهد ولسي جرګې ځیني غړي: د بودجې درېیم ځلي راستول شوی سند...

د ولسي جرګې ځیني غړي: د بودجې درېیم ځلي راستول شوی سند لاهم جدي ستونزې لري

تاند ( سې شنبه، د دلوې ۲۱) د افغانستان د ولسي جرګې يو شمېر غړي وايي، لا هم د بودجې سند کې جدي ستونزې شته او کوم بدلونونه چې دوی يې وړانديز کړی و په پام کې نه‌دي نيول شوي.

دوی د دوشنبې د ورځې عمومي غونډه کې په دغه سند چې د درېیم ځل لپاره جرګې ته لېږل شوی، نيوکې وکړې.

دا سند لومړی ځل د جنوري په دوهمه د جرګې له‌خوا رد شو او اوس چې له مياشت زيات وخت پې اوړي لا یې هم لانجه نه ده ختمه شوې.

افغان حکومت د ولسي جرګې له‌خوا د دوه ځلې رد وروسته د ملي بودجې سند د درېیم ځل لپاره ولسي جرګې ته لېږلی دی.

خو د ولسي جرګې يو شمېر غړي بيا وايي، هغه بدلونونه‌ یې چې په دوهم سند کې غوښتي وو په درېیم سند کې هم په خپل ځای دي او ورته پام نه‌دی شوی.

د بودجې د دوه ځلې رد عمده لاملونه د دولتي مأمورینو د معاشونو نه یو شان والی، د ۹۱، ۹۲ او ۲۲ کوډونو په بودجه کې کمښت، د هغو ادارو د بودجې کمښت چې ولسي جرګې نه‌دي تأیید کړي او د ملي دسترخوان د بودجې رد و.

خو د افغانستان د مالیې وزارت بیا وايي، د ولسي جرګې ټول وړاندیزونه‌ یې د بودجې په درېیم سند کې ځای پر ځای کړي دي.

د دغه وزارت چارواکي وايي، د دولتي کارکوونکو د معاشونو د زیاتوالي په هدف ۱.۷ میلیارده افغانۍ ځانګړې شوي چې د بودجې او اداري اصلاحاتو د کمېسیون د اصول پاڼې له مخې به تطبیق شي.

د دوی په وینا، د دولتي کارکوونکو د معاشونو د زیاتېدو طرح به د روان مالي کال تر نیمايي پورې بشپړه او کابینې ته وړاندې شي.

ماليې وزارت دغه راز زیاتوي چې د ملي دسترخوان پروګرام بودجه په درېیم سند کې رد شوی او دغه‌شان د ۲۲ کوډ څخه هم ۱،۵ میلیارده افغانۍ کمې شوې دي.

خو دا چې ولسي جرګه به د ملي بودجې درېیم سند کله رأی اخیستنې ته وړاندې کړي په اړه‌يې تر اوسه څه نه‌دي ویل شوي، خو د دې جرګې د مالي کمېسیون مشر میر افغان صافی وايي، د بودجې سند به له تخنیکي ارزونې وروسته د ولسي جرګې تالار ته وړاندې کړي.

دا په داسې حال کې ده چې د ۱۴۰۰ مالي کال ټوله بودجه ۴۵۲ میلیارده افغانۍ وه چې د ولسي جرګې له لومړي ځل رد وروسته په دوهم سند کې ۲۰ میلیارده افغانۍ زیاتوالی په‌کې راغی.

اوس د درېیم سند له تأیید او رد وړاندې ۴۷۳ میلیارده افغانۍ ده چې ۳۱۱ میلیارده‌یې عادي او ۱۶۱ میلیارده‌یې پراختیايي بودجه ده.

دوهم ځلي د بودجې سند د جنوري په ۱۶مه نېټه د جرګې له‌خوا رد شوی و.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب