جمعه, دسمبر 12, 2025
Homeخبرونهکورنیو چارو وزارت: تېره میاشت په کابل کې ۳۰ ماینونه شنډ کړای...

کورنیو چارو وزارت: تېره میاشت په کابل کې ۳۰ ماینونه شنډ کړای شوي

تاند ( سې شنبه، د دلوې ۲۱)  د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وایي، په تېره یوه میاشت افغان ملي پولیسو د کابل ښار اړوندو سیمو کې ۳۰ حلقې ماینونه کشف او شنډ کړي دي.

د دغه وزارت ویاند طارق ارین وايي، د یادو ماینونو په شنډېدو سره د ۳۰ چاودنو مخنیوی شوی دی.

ښاغلی ارین دغه راز زیاتوي چې وسلوالو طالبانو اوس د جګړو په ډګر کې ماتې خوړلې؛ ځکه ‌یې په کابل او نورو ښارونو کې د مقناطیسي چاودنو په ګډون د نا امنیو پر زیاتوالي ډېر تمرکز کړی دی.

د نوموړي په خبره امنیتي ځواکونو هم د ښار د امنیت د ټینګښت د هڅو په ترڅ کې په دې وروستو کې د نا امنیو د پېښو په تړاو د طالبانو په ګډون شاوخوا ۳۰۰ ترهګر نیولي او په لسګونه ماینونه او نورې چاودېدونکې وسیلې یې شنډ کړي دي.

د کورنیو چارو وزارت دا څرګندونې داسې مهال دي چې پرون دوشنبه هم کابل د د درې مقناطیسي ماین چاودنو شاهد و.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د میرمن قمرګلې د تلین په مناسبت د هغې هنر ته کتنه| اسیه محرابي

د ارواښادې مېرمن قمر ګل د درېیم تلین په مناسبت د اغلې محرابي دا لیکنه بیا خپروو. تاند مېرمن قمرګلې له ماشومتوبه د خپلې هنرپالې...