یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeخبرونهمک کینزي: طالبانو تاوتریخوالی او هدفي بریدونه ډېر کړې

مک کینزي: طالبانو تاوتریخوالی او هدفي بریدونه ډېر کړې

تاند(سه شنبه، د دلوې ۲۱) د امریکایي پوځ د مرکزي قومندانۍ قومندان جنرال کېنټ مک کینزي په خپله یوه تازه مرکه کې ویلي د دوی معلومات ښيي چې طالبانو تاوتریخوالی ډېر کړی دی او د افغانستان په هره برخه کې هدفي بریدونه کوي.

نوموړي دا نه دي ویلي چې اوس به امریکا پر کوم اقدام لاس پورې کوي خو ټینګار یې کړی چې د خبرو له لارې د افغان جګړې ختمولو ته لومړیتوب ورکوي.

جنرال کېنټ مک کنیزي همدا راز زیاته کړې، چې امریکایي نظامي او ديپلوماتیکې ادارې دمګړی د امریکا او طالبانو د هوکړې پر ارزونه بوختې دي او ښایي ډېر ژر په دې اړه خپل دریځ روښانه کړي.

نوموړی وایي، هیله دا وه چې طالبان به تاوتریخوالی کم کړي او بین الافغاني خبرې به پایلې ته ورسوي، خو عیني واقعیتونه ښيي چې طالبان د جګړو د ختمولو پر ځای جګړې شدیدې کړې دي او تاوتریخوالی یې ډېر کړی دی.

تر دې وړاندې د امریکا ددفاع وزارت نورو چارواکو هم ویلي وو چې طالبانو تاوتریخوالی ډېر کړی او پر هوکړو یې ژمنه نه ده کړې.

په همدې حال کې په یو بل راپور کې امریکا ویلي چې په تېرو شلو کلونو کې دا لومړی ځل دی چې په یوه کال کې هېڅ امریکايي نظامي په افغانستان کې نه دی وژل شوی.

د هېل نشریې د امریکا د دفاع وزارت له قوله ویلي سره له دې چې په افغانستان کې خونړۍ جګړې روانې وې خو په وروستیو شلو کلونو کې دا لومړی ځل دی چې په ۱۲ میاشتو کې هېڅ امریکايي عسکر په افغانستان کې نه دی وژل شوی.

پنټاګون ویلي د امریکايي عسکرو وروستۍ مرګ ژوبله په افغانستان کې د تېر کال په فبرورۍ کې رامنځ ته شوې، چې تر هغه وروسته د سولې هوکړه لاسلیک شوه او بیا تر ننه هېڅ امریکایي عسکر په افغانستان کې نه دی وژل شوی.

پنټاګون ویلي چې په افغان جګړه کې په تېرو شلو کلونو کې ټولټال ۲۳۲۱ امریکايي عسکر وژل شوي دي.

امریکا داسې مهال د خپلو سرتېرو د نه وژل کېدو خبره کوي چې په افغانستان کې د امریکا پیل کړې جګړه هره ورځ د لسګونه افغانانو ژوند اخلي او ورسره جوخت د سولې خبرې هم په ټپه ولاړې دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب