تاند ( سې شنبه، د دلوې ۲۱) د افغانستان د اوبو د تنظیم ملي اداره وايي، د پلازمېنې کابل په شکردره ولسوالي کې د اوبو او برېښنا بند شاه عروس کې تر راتلونکو دوو میاشتو یا د راتلونکي حمل پورې اوبه ټولېدل پیلېږي.
د دغې ادارې له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، شاه عروس بند یو اعشاریه دوه میګاواټ برېښنا او له ۲۷۰۰ تر ۳۵۰۰ هکتاره ځمکې د خړوبولو وړتیا لري.
سرچینه دغه راز وايي، د یاد بند په جوړیدو سره به سلګونه کسانو ته د کار کولو د زمېنې تر څنګ د سیمې او کابل ښار اوسیدونکو د څښاک پاکې اوبه هم برابرې شي.
د معلوماتو له مخې، د دې بند لګښت ۴۸ اعشاریه ۱۶ میلیون ډالر اعلان شوی چې ۳۵۰۰ کورنۍ به نېغې ترې ګټمنې شي.
بلخوا د چارواکو په وینا د بدخشان د شورابک بند د جوړېدو چارې هم ۹۵ سلنه بشپړې شوي چې په روان زېږدیږ کال کې به ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.
دا په داسې حال کې ده چې تېره اوونۍ د کمال خان بند د اوبو د زېرمه کولو چارې هم پیل شوي دي.