یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeخبرونهبدو کې د انجونو ورکړه؛ د ورور لپاره یې خور قرباني شوه

بدو کې د انجونو ورکړه؛ د ورور لپاره یې خور قرباني شوه

تاند ( سې شنبه، د دلوې ۲۱) په بدو کې د کم عمره انجونو د ورکړې سلسله د افغانستان یو پخوانی ناوړه دود دی چې په لړ کې یې یواځې تېر ۲۰۲۰ کال کې ۱۱ دا ډول قضیې ثبت شوي دي.

خو د هېواد له مختلفو ولایتونو ځايي معلومات په ډاګه کوي چې دا بد دود اوس هم په مراتبو لوړ دی او لا هم دې سلسله کې له پېغلو او ماشومو انجونو قرباني اخیستل کیږي.

په داسې حال کې چې رسمي سرچېنې وايي، په تېرو نهو کلونو کې د بد ورکولو ۴۱ قضیې ثبت شوي چې له ډلې یې ۱۱هغه يوازې په ۲۰۲۰کال کې ثبت شوي دي.

په بدو کې د نجونو ورکړه د افغانانو ترمنځ یو پخوانی دود دی او له مخې یې کله چې د کورنۍ کوم غړی څوک ووژني او يا هم کوم بل جرم ترسره کړي، نو د قاتل کورنۍ د قومي مشرانو په منځګړیتوب او پریکړه یوه يا څو نجونې د مقتول کورنۍ ته په بدو کې ورکوي.

د یاد دود څخه د ځينو پخوانیو خلکو باور دا دی چې ګواکې په دې توګه به د اړوندو کورنیو شخړه پای ومومي او وینه تویېدنه به بنده شي، خو سربېره یې هېڅکله هم د بدیو دښمني په دوستۍ نده بدله شوې.

په افغانستان کې د بشري حقونو خپلواک کمیسون مطبوعاتي مشر ذبیح الله فرهنګ وايي، له ۲۰۱۱ تر ۲۰۲۰کال پورې په افغانستان کې د بد ورکولو ۳۰ قضیې ثبت شوې دي.

خو په بدو کې د انجونو د ورکړې غیرې رسمي شمېرې په ډاګه کوي چې اوس هم دا سلسله د هېواد په لرو پرتو سیمو کې روانه ده.

د تاند د معلوماتو له مخې تازه په دې لړ کې د ننګرهار ولایت خوګیاڼو ولسوالي کې دا ډول قضیه را پېښه شوې چې د دوو کورنیو د دښمنۍ په بدل کې یوه ۱۴ کلنه انجلۍ په بدو کې ورکړل شوې ده.

یاده (انجلۍ) د دوه کلنې شخړې چې ورور یې پکې د هغې د خسرګنۍ یو تن په ډزو وژلی وو یو ۴۵ کلن سړي ته چې بل واده هم لري ورکړل شوې ده.

دا پېښه شاوخوا یو نیمه میاشت وړاندې رامنځ ته شوې چې تاند هڅه وکړه په اړه یې له یادې انجلۍ سره خبرې وکړي؛ مګر له هڅو سره بریالي نشو.

د انجلۍ قاتل ورور شرافت « مستعار نوم» تاند سره خبرو کې وايي، چې خپله هم په دې فیصله نا خوښه دی، خو وايي د کلي او جرګې فیصله یې د سیمې وروستۍ فیصله وي.

هغه وايي: « ګناه مانه وشوه مجرم زه یم خو قرباني مې خور ورکړه، ژوند یې که څه هم ډېر بد ندی خو د بدو ورکړه د بدو وي.»

د قرباني شوې انجلۍ ورور وايي په خور یې ظلم نکیږي؛ خو د تاند د معلوماتو له مخې اصلي کیسه داسې نده.

د یادې انجلۍ د کاکا زوی منجمد « مستعار نوم» بیا وايي چې د کاکا په لور یې سخت ظلمونه روان دي او ان تېره اوونۍ یې خاوند زندۍ کړې وه چې وروسته یې بل ورور ترې خلاصه کړې ده.

هغه وايي:« جنۍ زما د کاکا لور ده او زما د خسرګنۍ رشته دارو ته یې بدو کې ورکړه، ډېر بد کار شوی موږ ټول پرې خفه یو خو خاوند یې جرګې ته خط ورکړی چې جنۍ به نه زوروي او خوشاله به یې ساتي. د دښمنۍ مسئله د څلورو کلونو پخوانۍ وه او اوس یو بل ته ترې ګواښ هم نه وو مګر نه پوهیږو مشرانو ولې داسې پرېکړه وکړه.»

په بدو کې د انجونو د ورکړې دا یوه کوچنۍ بیلګه ده؛ مګر دې ته ورته په سلګونه ښځې او نجونې شته چې د دې ناروا او ناوړه دود له کبله یې قومي مشرانو، سپین‌ږیرو او کورنۍ ژوند ور تور تم کړی دی.

د ننګرهار د شیرزادو ولسوالي یو تن قومي مخور محمد جبار شیرزاد بیا تاند سره خبرو کې وايي چې اوس یې سیمه کې دا ډول ناوړه دودونه له منځه وړي او دې چارې ته اجازه نه ورکوي.

هغه وايي:« د بد ورکولو ناوړه دود له کلونو راهیسې له نجونو قرباني اخلې او دوی اړ باسي چې، ځان وژنه او يا هم د ځان پر وړاندې داسې ګام پورته کړي چې زيان يې نه جبرانېدونکی وي.اوس شکر دا بد دودونه له منځه تللي او موږ هم نه پریږدو چې داسې څه دې رامنځ ته شي.»

 په ورته وخت کې د ښځو چارو وزارت مسوولین هم وايي، په ۲۰۲۰ کال کې د بد ورکولو ۱۱قضيې ور سره په ننگرهار، کندهار، فراه او غور ولایتونو کې ثبت شوي دي.

دوی وايي، په بدو کې د نجونو ورکول د قانون خلاف کار دی او له هغوی سره به قانوني چلند وشي او سراز به ورکړل شي، چې په دې عمل لاس پورې کوي.

دا په داسې حال کې ده چې په تېرو ۱۵کلونو کې د ښځو چارو وزارت، د بشرحقونو کمیسیون او د ښځو د حقونو مدافع بنسټونو د ښځو د وضعیت د ښه والي لپاره خورا ډېرې هڅې کړي، خو لاهم په افغانستان کې ښځې له سلګونه ستونزو او تاوتریخوالو سره لاس او ګريوان دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب