Home+کابل کې د کرکټ نړيوال لوبغالي د جوړېدو چارې پيل شوې

کابل کې د کرکټ نړيوال لوبغالي د جوړېدو چارې پيل شوې

تاند ( سه شنبه، د دلوې ۱۴)د کابل ښاروالۍ په یوه خبرپاڼه کې د کابل کرکټ نړيوال لوبغالي د جوړولو خبر ورکړی دی.

خبرپاڼه کې راغلي چې نن سه شنبه د کابل کرکټ نړيوال لوبغالي د مساحت معلومولو په موخه ساحه په نښه شوه.

سرچینه وایي چې ياد لوبغالی به د شپاړسمې ناحيې اړوند آلوخېلو سيمه کې په ۸۴ جريبه ځمکه د تخنيکي او تدارکاتي پروسې تر بشپړېدو وروسته په معياري کچه جوړ شي.

د سرچيني په حواله د دغې بنيادي او پراختيايي پروژې په پلي کېدو سره به د سيمې د خلکو په فرهنګي، ټولنيز، اقتصادي او سپورتي ژوند کې ژور بدلونونه رامينځ ته شي.

د کابل نړيوال کرکټ لوبغالي د جوړېدو خبره داسې حال کې کېږي چې لاهم په ننګرهار کې په ۲۷ جريبه ځمکه د کرکټ نړيوال لوبغالي د جوړېدو چارې په ټپه ولاړې دي.

د کرکټ شنونکي وایي کلونه کې چې ننګرهار د لوبغالي چارې پيل شوي خو دکرکټ بورډ د بې غورۍ له امله یې چارې ټکنۍ روانې دي.

دوی هیله ښودلې چې کرکټ بورډ به په هېواد دننه د کرکټ نړیوالو لوبو ته اسانتیاوې برابرې کړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...