پنجشنبه, سپتمبر 19, 2024
Homeخبرونهولسمشرۍ ماڼۍ: اوسنی حکومت به د اساسي قانون په رڼا کې تر...

ولسمشرۍ ماڼۍ: اوسنی حکومت به د اساسي قانون په رڼا کې تر ټاکلې مودې فعالیت کوي

تاند (سه شنبه د دلوې ۱۴) د افغانستان ولسمشرۍ ماڼۍ وايي چې حکومت به د اساسي قانون په رڼا کې تر ټاکلې مودې پورې خپل فعالیت کوي او ولسمشر به د ټاکنو له لارې واک خپل ځای ناستې ته پرېږدي.

د ولسمشر د ویاند مرستیال دوا خان مینه پال پر خپل ټوېټر لیکلي چې افغانانو ته له جمهوریت پرته د حکومت بله هره بڼه د منلو نه ده.

ښاغلي مینه پال زیاته کړې، د اوسني اسلامي جمهوري نظام د ساتنې په هکله د ولس هوډ واضح دی او هېڅکله به یې په دریځ کې بدلون رانه شي.

د نوموړي په خبره، د ملت واضح اراده دا ده چې حکومت به د اساسي قانون په رڼا کې تر ټاکلې مودې فعالیت کوي او دا د ولسمشر قانوني مکلفیت دی چې واک د ټاکنو له لارې خپل ځای ناستي ته وسپاري.

دواخان مینه پال وروسته له دې دغه څرګندونې کړي چې په دې وروستیو کې یو ځل بیا د موقت حکومت رامنځته کېدو اوازې زیاتې شوي دي.

بلې خوا د افغان دولت د مذاکراه کوونکي ټیم غړیو څو ورځې وړاندې له دوحې څخه په یوه آنلاین ناسته کې خبریلانو ته وویل چې طالبانو تر اوسه په رسمي توګه د لنډمهالي حکومت موضوع نه ده مطرح کړې او په وینا یې له مېزه بهر چې دا موضوعات مطرح کېږي یوازې تبلیغاتي جنبه لري.

د موقت حکومت جوړېدو بحثونه وروسته له هغه زیات شوي چې د طالبانو پلاوي روسیې او ایران ته سفرونه کړي او ویلي یې دي چې په دوحه کې د دوی او امریکا تر منځ د شوې هوکړې له مخې باید په افغانستان کې یو نوی اسلامي حکومت رامنځته شي او اوسنی حکومت ورته واک وسپاري.

خو ولسمشر اشرف غني او افغان چارواکي وايي چې هېڅکله به داسې یوه پرېکړه ونه کړي، ځکه چې په وینا موقت حکومت د تل لپاره په افغانستان کې د بهرنیانو مداخلې ته لاره هواروي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب