Homeخبرونهد پروان د امنیه قومندانۍ سرپرست له یوې چاودنې روغ ووت

د پروان د امنیه قومندانۍ سرپرست له یوې چاودنې روغ ووت

تاند (سه شنبه د دلوې ۱۴) د پروان د امنیه قومندانۍ د سرپرست په موټر مقناطیسي ماین چاودنه کړې ده.

د پروان د امنیه قومندانۍ سرپرست عبدوالواسع رحیمي وايي چې دغه پېښه نن سهار شاوخوا ۸:۳۰ بجې ددې ولایت د مرکز چاریکار ښار، اتمې ناحیې اړوند په څلوېښت متره سړک کې رامنځته شوې ده.

د ښاغلي رحیمي په خبره په دې پېښه کې کوم چاته زیان نه دی رسېدلی خو د نوموړي موټر تخریب شوی دی.

د یادونې وړ ده چې تېره اونۍ د پروان د لویې لارې د قوماندان په موټر هم مقناطیسي ماین چاودنه کړې وه.

د وروستیو امنیتي پېښو په ډېرېدو سره د پروان د خلکو اندېښنې زیاتې شوي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

«کیش شخصیت د تاریخ نګاری و تحلیل نګاری» اثر ته کتنه

زمری محقق د کتاب پېژندنې لړۍ: ( ۳۵ ) د ښاغلی جهاني صاحب دغه اثر (کیش شخصیت د تاریخ نګاری و تحلیل نګاری) می څو ورځی...