چهارشنبه, سپتمبر 25, 2024
Homeخبرونهکومانډو ځواکونو په هملند کې د طالبانو له یوه زندان څخه ۲۷...

کومانډو ځواکونو په هملند کې د طالبانو له یوه زندان څخه ۲۷ تنه ازاد کړل

تاند (پنجشنبه د دلوې ۲) افغان کومانډو ځواکونو په هلمند کې د طالبانو په یوه زندان عملیات کړي او ۲۷ کسان یې ترې ازاد کړي دي.

د ملي دفاع وزارت نن پنجشنبه د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې افغان کومانډویانو تېره شپه د هلمند په نهر سراج ولسوالۍ کې د طالبانو په یوه زندان چاپه وهلې چې په پایله کې یې ۲۶ ملکیان او یو پخوانی نظامي ترې راخوشې کړي دي.

دفاع وزارت وايي چې طالبانو له دغو زندانیانو سره د انساني قوانیو خلاف عمل کړی او هغوی ته یې سخت وهل ټکول هم ورکړي دي.

په خبرپاڼه کې وړاندې راغلي چې ددې عملیاتو په پایله کې د طالبانو د زندان یو ساتونکی وژل شوی او یوه اندازه وسلې او مهمات چې د سړکونو په تخریب کې ترې کار اخیستل کېده د کومانډو ځواکونو لاس ته ورغلي دي.

د یادونې وړ ده چې د تېرې جدي میاشتې په ۲۵ هم د دفاع وزارت د هلمند په واشېر ولسوالۍ کې د طالبانو په یوه زندان د عملیاتو او په پایله کې یې ددې زندان څخه د یوه پولیس په ګډون د ۱۳ کسانو د خوشې کېدو خبر ورکړی و.

هلمند د افغانستان په جنوب کې هغه ولایت دی چې په ډېرو سیمو کې طالبان پراخ حضور او فعالیتونه لري.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب

لار | زهير سپېڅلی