جمعه, دسمبر 12, 2025
Homeخبرونهولسمشر غني هرات ولایت ته ورسېد

ولسمشر غني هرات ولایت ته ورسېد

تاند (پنجشنبه د دلوې ۲) ولسمشر اشرف غني د یوه لوړپوړي پلاوي په ملتیا د هرات ولایت د عمومي وضعیت ارزونې په موخه دغه ولایت ته ورسېد.

ارګ پنجشنبه سهار د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې ښاغلی غني به د هرات له ځایي چارواکو سره ددغه ولایت پر روان وضعیت او امنیتي مسایلو خبرې کوي.

سرچینه زیاتوي، نوموی به په دې سفر کې له قومي مشرانو، ځایي چارواکو او د بېلو بېلو قشرونو له استازو سره له لیده کاته ولري.

د یادونې وړ ده چې ولسمشر غني تر دې څو ورځې وړاندې ننګرهار ولایت ته سفر کړی و او هلته یې ددې ولایت له ځايي چارواکو او د ټولنې له بېلابېلو قشرونو سره په روان وضعیت خبرې وکړې.

محمد اشرف غني په دې سفر کې د ننګرهار له ولسونو سره خپلې پخوانۍ ژمنې یو ځل بیا تازه کړې او هغوی ته یې د نویو پروژو د عملي کولو ډاډ ورکړ.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د میرمن قمرګلې د تلین په مناسبت د هغې هنر ته کتنه| اسیه محرابي

د ارواښادې مېرمن قمر ګل د درېیم تلین په مناسبت د اغلې محرابي دا لیکنه بیا خپروو. تاند مېرمن قمرګلې له ماشومتوبه د خپلې هنرپالې...