پنجشنبه, سپتمبر 26, 2024
Homeخبرونهد جودرې جومات ورغېد؛ خو یو شمېر کورنۍ اوس هم د ویر...

د جودرې جومات ورغېد؛ خو یو شمېر کورنۍ اوس هم د ویر په ټغر ناستې دي

‏تاند (پنجشنبه د دلوې ۲) د ننګرهار والي ضیاء الحق  امرخیل وایي، د هسکې مېنې ولسوالۍ د جودرې جومات چې د داعش له لوري ویجاړ شوی وو، د ولسمشر غني په حکم د ملي پراختیايي ادارې له لوري د ۱۳ میليونه افغانیو په مالي لکښت يې د جوړولو نوي سلنه چارې بشپړې شوي دي.

ښاغلي امرخېل پرون چهارشنبه پر خپله فېسبوک پاڼه د یاد جومات د ۹۰ سلنه چارو د بشپړېدو خبر ورکړی دی.

د ننګرهار هسکه مېنه په تېر ۲۰۲۰ کال کې د یوې سترې چاودنې شاهده وه چې له امله یې ګڼې کورنۍ د غم په ټغر کېناستې چې اوس هم د وژل شویو کسانو په یاد اوښکې تویوي.

د تېر کال د اوکتوبر په ۱۸ د هسکې مېنې ولسوالۍ د جودرې کلي په جومات کې د جمعې د لمانځه پر مهال چاودنه وشوه. د چارواکو په وینا په دې چاودنه کې ۷۳ لمونځ کوونکي ووژل شول او ګڼ نور ټپیان شول.

له دې پېښې دوه ورځې وروسته افغان ولسمشر اشرف غني جودرې کلي ته ورغی او د پېښېې له قربانیانو سره یې خواخوږي وښوده.

نوموړي هغه مهال په هسکه مېنه ولسوالۍ کې د یادې پېښې په اړه یوې ولسي ناستې ته د وینا پر مهال وویل: «په ملي او نړیواله کچه لوی ناورین و، دا یوه وړه خبره نه وه، دا واړه کلي کې پېښه نه وه، د ا د انسانیت، بشریت، اسلامیت افغانیت او پښتنیت په مقابل کې بد عملی و او ټول یې غندو.»

هغه دا هم وویل، چې افغان ځواکونه به د دې چاودنې عاملانو ته سخته سزا ورکړي او په وینا یې د یادې سیمې له پاره پرمختیايي پلان لري.

خو د ددې سیمې اوسېدونکي اوس هم له حکومت څخه ګیله لري او وايي چې ولسمشر له دوی سره کړې ژمنې نه دي عملي کړي.

تر اوسه د دې برید مسؤلیت چا نه دی منلی او طالبانو هم پکې لاس لرل رد کړي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب

لار | زهير سپېڅلی