تاند(پنج شنبه، د جدي ۲) د کاناډا لومړي وزیر جسټن تروډو تېره ورځ له ولسمشرغني سره په ټلیفوني خبرو کې په افغانستان کې په ولسواک نظام ټینګار کړی دی.
له ولسمشرۍ ماڼۍ په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، په دغه ټلیفوني مکالمه کې د کاناډا لومړي وزیر په افغانستان کې د تاوتریخوالي پر زیاتوالي اندېښنه څرګنده او ټینګار یې وکړ موږ په افغانستان له داسې سولې ملاتړ کوو چې دغه هیواد باثباته، مستقل او د ولسواک نظام لرونکی وي.
خبرپاڼه لیکي، دواړو لوریو د ناټو سازمان د دفاع وزیرانو د کنفرانس په اړه چې د فبرورۍ په میاشت کې په بروکسل کې جوړېږي، هم بحث او خبرې وکړې.
دوی څرګنده کړه، باید په دغه کنفرانس کې د افغانستان پر وړاندې ګډ او همغږی سیاست رامنځته شي، ترڅو د سولې مذاکرات مطلوبې موخې ته ورسېږي.
دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې له هېواد ډېری کسان لاړل او خپل سفر ته یې د تېښتې عنوان ورکړی دی.
بلخوا تېر ماښام بیا د امریکا نوي ولسمشر جوبایډن د ولسمشرۍ لوړه ترسره کړه، په دې اړه هم اندېښنې موجودې دې چې جوبایډن به د افغانستان په اړه له کومې پالیسي کار واخلي.
دوه ورځې وړاندې بیا د امریکا د نوي ولسمشر جوبایډن د بهرنیو چارو وزیر بلېنکین له رسنیو سره په خبرو کې ویلي و، چې د دوی نوی حکومت به له طالبانو سره په شوې هوکړه بېرته له سره غور وکړي او د دوی له لورې به وارزول شي.