ډاکتر ماخان مېږی شینواری
Kasus کاسوس یا حالت:
یوه پیلیادونه: زموږ لیکوالان او ژبپوهان په دې پسې هم ګرځي، چې دا ویې ښکلی برېښي او دا بل دومره نه. ګورۍ ژبو کې نه ښکلی او نه ناښکلی شته، یا دواړه په کې شته.
د حالتونو په هکله مې د الماني په مټه څو لیکنې کړي، خو د نورو لیکنې مې په دې اړوند ونه لیدې او نه پوهېږم، چې دا حالتونه سم څېړل شوي وي، په خواشینۍ وایم، چې دما لاس ته نه دي (نږدې مې لیکلي وی،، تر لاسه شوي نه دي، چې د ،، تر،، سره ناسم دي) راغلي. له دې امله یې بیا ستاسو مخ ته ږدم، چې مرسته وکړۍ او پوه شو، چې موږ په پښتو کې څو حالتونه لرو او کوم دي.
پېژند د الماني ژبې د حالت: حالت یوه ګرامري کاتېګوري(پېژند لاندې کتل کیدی شي) ده، دا په دې پرېپوهېدنه چې یوه کاتيګوري د نومیز وییډولونو اوړېدنه یا بڼه بدلېدنه کې. دا د یوې ِغونډالې بلواکوالی په ګوته کوي، یا د یوه ویي په واکمنۍ کې وي، یا بېلابېل ادوربونو دندې په ګوته کوي. دا ګراماتیکي کاتیګوري د یوې ژبې جوړښت تیږې، وییونه او غونډالبرخې، په بېلابېلو ټولګیو وېشي.
یادونه: دا ،، د نومیز وییډولونو اوړېدنه یا بڼه بدلېدنه،، په المانې کې په دې پرېپوهېدنه ده، چې په الماني ،، نومېز وییونه خپله بڼه بدلوي او له هغې بدلېدو یا اوړېدو سره سړی دا حالتونه پېژني یا دا حالتونه ترې روښانه کیږي.
د لیکنې پای وګورۍ..
کاتېګوري:
پېژند: یوه ګراماتیکي کتېګوري د یووالو( لکه نومونه او کړنه) یو ټولګی دۍ یا نخښې( لکه د بېلګې په توګه ګڼون (تعداد) او حالت)، کومې چې د غونډالو یو ګډ خوي سره لري. دا د ژبې، چې موږ یو له بل سره پرې غږېږو، جوړښت تیږې دي.
حالتونه چې موږ ور سره همدا له پیله دپښتو په حالتونو هم په کې فکر کوو:
په الماني ژبه کې موږ څلور مورفولوجیکي (د سوبستانتیو وییبڼه او ارتیکل په نخښه کوي) حالتونه پېژنو. دغه څلور حالتونه به موږ د پښتو لپاره – په انډله توګه – هم وڅېړو او وبه ګورو، چې څنګه دا په پښتو کې راځي او یو له بل سره به په کې مرسته وکړو.
حالتونه په الماني له دې امله لاندې راوړم، چې په الماني پوه هم راسره مرسته کړی شي، که ما چېرته تېروتنې کړې وي او یا نور څه پرې ور کوموي یا زاتوي.
- den Nominativ, 1. Fall, Wer/Was-Fall
- den Genitiv, 2. Fall, Wes(sen)-Fall
- den Dativ, 3. Fall, Wem-Fall
- den Akkusativ, 4. Fall, Wen/Was-Fall.
Beispielsweise ist in dem Satz
„Die Frau gibt ihrem Bruder den Hut ihres Mannes.“
Die Frau das Subjekt (im Nominativ), ihrem Bruder das Dativ-Objekt (= Ergänzung im Dativ), den Hut das Akkusativ-Objekt (= Ergänzung im Akkusativ) und ihres Mannes das Genitiv-Attribut (= Ergänzung im Genitiv).
په الماني کې دا حالتونه د پوښتنو سره ښه روښانه کیږي او موږ به د پښتو لپاره هم ورڅخه ګټه واخلو. موږ به همدا د الماني په مرسته وڅېړو. چې دا دپښتو سره سر خوري او که څنګه.
د پښتو لپاره مې وړاندیز دۍ او روښانه یې ستاسو مخې ته ږدم، چې اندونه مو راسره ګډ کړۍ.
د الماني په مرسته، چې ټول سره په وغږېږو، چې څه ورزیات او یا کم کړو، نه، چې څه ترې کمیږي او یا ورزیاتېږي. دا په نورو ژبو پوه پښتانه هم هرومرو مرسته کولی شي په تېره هغه کسان، چې په روسي ژبه یې زدکړې کړي وي او ښه پرې پوهیږي.
۱ – نومیناتیو یا نومیز، لومړی حالت، څوکwer ، چاwer ، څه( شی)was – حالت
څوک راغۍ. چا وویل. څه (شی) مات شو.
په پورته پښتو کې ګورو، چې هغه کړنوییونه هم سره بېلېدی شي، د کوم لپاره، څوک راځي او یا چا.
۳ -جینیتیو یا خاوندوالی، دویم حالت، د چا wessen– حالت
د چا کور.
۳ -داتیو ، دریم حالت،له چا، چاته wem –حالت
میز دې له چا څخه واخست؟ میز دې چا ته ورکړ؟ میز له چا سره دۍ؟
که دا داسې سم وي، نو دا به زموږ ډېرې ستونځې اوبی کړي.
۴ – اکوزاتیو، څلورم حالت،څوک ( ؟) wenڅه شی was–حالت
تا څوک وواهه؟ تا څه وویل؟
دا څوک او څه (شی) د لومړي حالت سره ګډ دي او په دې حالت کې ،، چا،، نه شته.
له پورته جوړښتونو سره موږ خپلې ستونځې پېژنو، چې کومې دي؟
د بېلګې په توګه په لاندې غونډاله کې:
ښځه د هغې د مېړه خولۍ د هِغې ورور ته ورکوي.
ښځه (څوک) سبجکت ( په نومیز حالت کې) د هغې( د چا)، د مېړه ( دچا) جنیتیو –اتریبوت( په جینیتیو کې پوره کونه) خولې ( څه شی) اکوزاتیو- شی( په اکوزاتیو کې پوره کېدنه) د هِغې(دچا) ورور ته ( چا ته) داتیو- شی ( په داتیو کې پوره کېدنه)
دلته به د له… څخه او له… سره لږ وڅېړو.
زما پخوانیو لیکنو کې او همداسې زما په اند په اند وم، چې دا ،، له…څخه،، او همداسې ،، له … سره،، اړیکویونه – یا څېرکومپوزيشنونه دي یعنې یو څه په غېږ کې نیسي، دا په دې پرېپوهېدنه چې مخ او پسې راځي، خو د دې لیکنې سره مې اند ـګومان کړم ، پوهنیز به وي – داسې شو، دا ،،له،، د،، له ما، -هغه،-تا،، سره د داتیو نومځای نیوي له امله دۍ، دا په دې ترې پوهېدنه، چې دا ،، له ما، له تا، له هغه او نور،، سره راځي .
زه د مخه په دې اند وم، چې ګوندې دا د الماني von, mit او انګرېزي from, withکره انډول به ،، له … څخه، له … سره،، وي، خو دا انډول یې ،، څخه او سره،، دي.
راسره، درسره، راڅخه، درڅخه، ورڅخه،
په پورته کې دا را، در، ور څخه داسې نومځاینیوي دي، چې د هغه داتیو لپاره راځي، دا په دې ترې پوهېدنه چې : را = له ما، در=له تا او ور= له هغه، له هغې ( څخه، سره) دي. په دې هم باید وغږېږو.
هیله:
له ګرانو لوستنوکو څخه هیله کوم، چې په دې هکله ورته لیکنې چېرته پیدا کیږي، له ما سره یې ګډې کړي.
پای یادونه: په نورو ژبو یا الماني کې دا نومیز نومځاینیوي بڼې بدلوي، خو په پښتو کې په دوي د حالت سره سم په نومیز نومځاینیوي څه ورزیاتیږي.
که تاسو نور وړاندیزونه لرۍ او د سمون لپاره یې لاښه مرسته کوۍ، نو ځانونه ترې مه ژغورۍ، خو په هر حال باید زما په اند ځانونه یوې لاس ته راوړنې ته سره ورسوو.
هغه له نورو ژبو څخه راوړنې یې هم اړیینې دي، چې که ګران لوستونکي برخه په کې واخلي او دا موضوع یوه ښه پایله ولري.
نور ناسمونونه هم ورسره سمیږي: که سره هم اند شو، نو دلته به هغه زیاتې ستنوځې اوبی شوې وي، بیانو دا ،،تر،، هرو مرو له دې ځایونو څخه ځغلوو، چې دا اوس یې په دې ځایونو ناسم کارونه باندې پوهېږو، خو نه یې سموو.