جمعه, مې 17, 2024
Homeخبرونهننګرهار کې د حرفوي زده کړو مرکز افتتاح شو

ننګرهار کې د حرفوي زده کړو مرکز افتتاح شو

تاند (پنجشنبه د جدي ۲۵) په ننګرهار ولایت کې د هند په ۱۹،۷ ميليونه افغانيو مالي لګښت د حرفوي زده کړو یو مرکز جوړ او افتتاح شو.

په یاد مرکز کې به په يوه وخت ۲۸۰ مېرمنو او سړیو ته په لسو بېلابېلو برخو کې حرفوي زده کړې ورکول کېږي.

د حرفوني زده کړو دغه مرکز پرون چهارشنبه د ننګرهار والي او د کار او ټولنيزو چارو وزير له لوري پرانيستل شو چې موخه يې له زده کړو پاتې خلکو ته د کاري فرصتونه برابرول دي.

ددغه مرکز د پرانیستې په مراسمو کې د ننګرهار والي ضياءالحق امرخېل وويل چې د حرفوي زده کړو دا مرکز د هند هېواد په ۱۹ اعشاريه ۷ ميليونه افغانيو رغول شوی چې ۱۷ ميليونه افغانۍ يې په ودانۍ او ۲ اعشاريه ۷ ميليونه افغانۍ يې په تجهيزاتو لګول شوي دي.

د نوموړي په وینا د یاد مرکز ودانۍ دوه پوړونه لري چې په ټولو محلقاتو سمبال او د لس بېلابېلو کسبونو زده کړې په کې کېږي.

په ورته مهال د کار او ټولنیزو چار وزیر بشيراحمد ته ينج هيله وښوده چې د دغه مرکز په فعاليت سره به په ننګرهار کې د بې روزګارۍ کچه راټيټه او په کسب د پوهو کسانو شمېر به ډېر شي.

دغه راز د کار او ټولنيزو چارو وزارت له لوري پرون چهارشنبه په ننګرهار کې د ماشومانو د ملاتړ يو مرکز جوړ او افتتحاح شو.

د ننګرهار والي ضیاءالحق امرخېل وویل، په دغه مرکز کې به له نورو هېوادونو د را ډيپورټ شوي، له خطر سره مخامخ شوي، نادرکه شوي او نور بېوزلي ماشومان د لنډمهال لپاره ساتل کېږي.

بلخوا د ننګرهار د کار او ټولنيزو چارو رياست وايي، له شاو خوا ۱۷ ولايتونو ننګرهار ته خلک را کډه شوي چې دا ډول لږ او واړه مرکزونه د بې روزګارۍ کچه نه شي راټيټولی.

دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې خلک د بې روزګارۍ د کچې له زیاتوالي شکایتونه کوي او له حکومت څخه د کاري فرصتونو د برابرولو غوښتنه کوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب