پنجشنبه, مې 2, 2024
Homeټولنیزتاریخپه دې ورځ افغانانو مرهټیان مات کړل

په دې ورځ افغانانو مرهټیان مات کړل

له نن څخه ۲۶۰ کاله پخوا د ۱۷۶۱ ع کال د جنورۍ په څوارلسمه ډیلي ته نژدې په پاني پت کې د لوی احمدشاه بابا او د هند د مغول پاچا د لښکرو ترمنځ لویه جګړه ونښته.

افغانانو په دې جګړه کې د هند مرهتیانو او مغولو ته ماته ورکړه. دا جګړه د مرهټې په سیمه کې وشوه چې د جنوبي اسیا اکثره قومونه پکې له یو بل سره مخامخ شوي دي.

احمدشاه بابا ،چې د مرهټیانو له لاسه د مسلمانانو په بلنه د مرهټیانو د ځپلو لپاره دې جګړې ته دانګلي وو، دښمن ته له سبق ورکولو وروسته افغانستان ته راستون شو او د افغانستان اصلي پولي یې ټینګې کړې.

په ۱۷۷۳ ع کال د احمدشاه بابا د وفات په وخت د افغانستان د نفوذ ساحه د اوسني چین له تبت رانیولې، د هند د سمندر تر غاړو او په لوېدیځ کې تر نیشاپوره پورې رسېدلې.

هغه وخت افغانان دومره ویاړلي اوغښتلي وو چې د نورو برخلیک یې ټاکه او د هغو خلکو دفاع یې کوله چې دوی او د دوی نیکونو په خپلو مبارزو او سرشیندنو مسلمان کړي وو خو نن د هغو کسانو له لاسه د اسلام په نوم پرې لوبې کېږي چې د افغانانو د تورې په زور مسلمانان شوي وو.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب