جمعه, مې 17, 2024
Homeخبرونهد هند د ملي امنیت سلاکار له ولسمشر غني سره وکتل

د هند د ملي امنیت سلاکار له ولسمشر غني سره وکتل

تاند(پنجشنبه، د جدې ۲۵) د هند د ملي امنیت سلاکار اجیت دوفل پرون (چهارشنبه) کابل ته راغی چې د افغانستان له ولسمشر اشرف غني او خپل افغان ساري حمدالله محب سره د سولې د پروسې او له تروریزم سره د مبارزې په برخو کې پر همکاریو خبرې وکړي.

هندي رسنیو ناوخته راپور ورکړ چې د دغه هیواد د ملي امنیت سلاکار کابل ته تللی دی.

د افغانستان د ولسمشر ویندوی صدیق صدیقي پر خپله ټویټرپاڼه کښلي، چې ښاغلي دوفل له ولسمشر غني سره په کتنه کې د تروریزم پر ضد د مبارزې په برخه کې د همکارۍ پر زیاتېدو او د افغانستان د سولې په پروسه کې د سیمې د هیوادونو د موافقې په ترلاسه کولو کې د هلوځلو پر ډېرېدو خبرې وکړې.

ولسمشر غني وویل چې افغان ملي امنیتي او دفاعي ځواکونه د افغانستان د ثبات او امنیت کلکې ستنې دي او د سیمه ییز او نړیوال تروریزم پر ضد د مبارزې په لومړۍ کرښه کې جنګېږي.

ده زیاته کړه، هند او افغانستان له ناټو او امریکا سره د ګډو هڅو له لارې کولی شي له ترورېزم سره په مبارزه کې بریالیتوب ته ورسېږي.

د هند د ملي امنیت سلاکار اجیت دوول وویل، هیواد یې له افغانستان سره د همکاریو د دوام غوښتونکی دی او تیار دی چې پر ګډو ګټو خبرو ته دوام ورکړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب