تاند- د جاپان سوني کمپنۍ په مصنوعي ذهانت سمبال نوي (Bravia XR) تلویزیونونه نندارې ته وړاندې کړل.
د ډیلي مېل له راپور سره سم، سوني کمپنۍ وايي، نوي تلویزیونونه یې د انسان د ماغزو تقلید کوي او په نتیجه کې یې داسې تصویرونه ښيي چې لا ژوندي او حقیقي ښکاري.
دا تلویزیونونه د مصنوعي ذهانت یا ارټیفیشل انټلیجنس پروسیسر لري چې د انسان د ماغزو په شان عکسونه پروسیس کولی شي.
دا پروسیسر د تلویزیون د ږغ او تصویر په درک کې د انسان د لیدو او اورېدو طریقه داسې عیاروي چې هغه فکر وکړي چې مخامخ تصویر نه دی بلکې حقیقت دی.