دوشنبه, مې 20, 2024
Homeخبرونهسیدعالم محسود په ضمانت له زندان څخه ازاد شو

سیدعالم محسود په ضمانت له زندان څخه ازاد شو

(تاند، چهارشنبه د جدي ۲۴) د پښتون ژغورنې غورځنګ غړي وایي، چې د پېښور محکمې په ضمانت د یاد غورځنګ مخکښ غړی، ډاکټر سېد عالم محسود راخوشې کړی دی.

د غورځنګ غړي اسد قرار ویلي: ” د محکمې له لوري د ضمانت په منظورېدو سره ډاکټر سید عالم محسود نن مازدېګر  له زندان څخه ازاد شو. “

د اسد قرار په خبره، پر سید عالم محسود سربېره د پاکستاني پوليسو له لوري د پښتون ژغورنې غورځنګ يو شمېر نورو نيول شويو غړو ضمانتونه هم منل شوي دي.

په دغو کسانو کې روشن افغان، افتاب شينواری، ګل پسند، ابراهيم کامل او ډاکټر مشتاق شامل دي.

له دې وړاندې بیا د پښتون ژغورنې غورځنګ بل مخکښ غړی علي وزیر، چې څو اونۍ وړاندې نیول شوی، پاکستاني ریاست یې لا هم د خوشې کېدو په اړه څه نه دي ویلي، خو د غورځنګ غړي وایي، د دوی د ملګرو په نیول کېدو او زندانې کېدو سره ـ سره به خپلې مبارزې ته دوام ورکوي.

د منظور پښتین په مشري، پښتون ژغورنې غورځنګ په لره او بره پښتونخوا کې زرګونه پلویان لري، چې له پاکستاني ریاست څخه د پښتنو د حقونو غوښتلو او د دوی د نیول شوو مشرانو او ځوانانو د خوشې کولو لپاره سره راټول شوي، چې په مهالني ډول د پاکستان په بیلابیلو سیمو کې اعتراضیه غونډې ترسره کوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب