جمعه, سپتمبر 27, 2024
Home+د عمل فکتور د کتاب لنډیز | محی الدین دلیل

د عمل فکتور د کتاب لنډیز | محی الدین دلیل

د عمل فکتور (اکزه کيټیو فکتور) کتاب، د کېم پرل پر مټ د خپل ژوند د تجربو په پایله کې لیکل شوی. په درویشت کلنۍ کې نوموړې بې دندې وه، بانکي حساب یې صفر وو. بلاخره یې ځانته درې موخې وټاکلې، لومړی دا چې پخپل ژوند کې باید په هر اړخیزه ډول خپلواکه واوسم، دوهم دا چې د خپل ځان رئیسه شم، او دریم دا چې خپل سرنوښت پخپل لاس کې ولرم. کوښښونو، هڅو او کارول شوو تخنیکونو( چې ددې کتاب بنسټیزه موضوع ده) يې رنګ راوړ، او اوه کاله وروسته په یوه میلیونره څېره واوښته. نوموړې تر اویا زیاتو شرکتونو کې پانګونه وکړه، او دې پایلې ته ورسېده چې یوازېنۍ عامل چې د خلکو خوبونه په ریښتیا اړوي د عمل فکتور دی.

د کېم پرل له انده، ددې لپاره چې د عمل فکتور مؤثر واوسي نو اړینه ده پينځه صفتونه یا ځانګړتیاوې ولري، راځئ چې دا ځانګړتیاوې په لنډ ډول تشریح کړو.

  • د لیدلوري (وېژن) لرل

د ښه او کامیابه عمل لپاره، د لیدلوري لرل اړین دی. لیدلوری یا ویژن هغه موخه یا موخې دي چې په اوږد مهال کې یې لاسته راوړل غواړو. په حقیقت کې وېژن د یوه سړک حیثیت لري، کوم چې مو خپلو موخو او کامیابۍ ته رسوي. په ۱۹۶۱ ام زېږدیز کال کې شوروي اتحاد په فضایي سیالیو کې له امریکا څخه مخکې وو، لومړی شوروی یوري ګارګرین وو چې فضا ته وخوت، له دې سره سم د امریکا ولسمشر جان اېف کېنېډي اعلان وکړ چې امریکا باید په راتلونکې یوه لسیزه کې فضا ته ورسېږي، دا په حقیقت کې د یوه لیدلوري یا وېژن ټاکل را په ګوته کوي. (وروسته امریکا وکولای شول په راتلونکې یوه لسیزه کې فضا ته لاړه شي)

  • لېوالتیا/علاقمندي لرل

وروسته له دې چې مونږ د وېژن پر مټ خپلې نهايي موخې وپېژندلې، نو اوس اړینه ده نوموړو موخو ته د رسېدو کلکه لېوالتیا ولرو. له لېوالتیا څخه مراد داده چې له خپلو موخو سره مینه ولرو، او رسېدو لپاره یې قرباني، کوښښونه او ستړیاوې په ځان ومنو. له یوه کار سره لېوالتیا لرل په دې مانا ده چې ته د نوموړي د ترسره کولو لپاره کافي انرژی لرې او هېڅ شی دې مخه نشي نیولی.

  • لاس په کار کېدل

کله چې مو وېژن مالوم شو، او د نوموړي د لاسته راوړلو لپاره مو خپله لېوالتیا  هم وښوده، نو دا پدې مانا شوه چې خپلې نهايي موخې ته رسېدو لپاره مو موټر او ټول اړین توکي چمتو کړي، اوس نو پکار ده چې عملآ موټر روان کړو، عملآ موټر چلانول او روانول چې د لاس په کار کېدو عامل یې ګڼلی شو، د عمل د فکتور دریمه اړینه برخه جوړوي. لومړی قدم یو څه سخت وي، خو روان شئ، لاس په کار شئ، نو ورځ تر بلې به مو موخو ته ورنږدې شی، او بلاخره به یې ترلاسه کړئ.

  • انعطاف لرل

کله چې موټر روان شي، نو لیدلي به مو وي چې وار په وار له ځینو ستونزو سره مخامخ کېږي، کله بل موټر مخته راشي، کله تېل کم شي، کله لار بنده شي، کله د موټر ښيښه ماته شي؛ په همدې ډول کله چې مونږ لاس په کار شو تر څو خپلو موخو ته ورسېږي، له ډېرو ستونزو او کړاونو سره به مخ شو، دلته اړینه ده له صبر او انعطاف څخه کار واخلو. کېم پرل انعطاف لرل د عمل د فکتور څلورم اړین عامل نومولی.

  • د ملګرو او ملګرتیاوو لرل

کله داسې کېږي چې مزل کوو، نو لاره کې موټر خراب شي، سمدلاسه له کوم بل چلوونکي څخه مرسته غواړو چې ورسره مو کار اسانه کېږي او موټر مو بېرته روانېږي؛ په همدې ډول کله چې خپلې موخې تعقیبوو، نو د غوره ملګرو او ملګرتیاوو لرل راسره ډېره مرستندویه تمامېدی شي. دلته اړینه ده وپوهېږو، چې ملګري او ملګرتیا مو منفي ونه اوسي، ځکه چې منفي ملګرتیا د جنجال او ستونزې د لا زیاتوالي سبب کېدای شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب

پلمه | زهير سپېڅلی