جمعه, سپتمبر 27, 2024
Homeخبرونهد امریکا د استازو جرګه د ټرمپ استیضاح تایید کړه

د امریکا د استازو جرګه د ټرمپ استیضاح تایید کړه

تاند(پنج شنبه، د جدي ۲۵) د امریکا د استازو جرګې مشرې نانسي پلوسي ویلي چې ټرمپ په ټاکنو کې د درغلیو تورنه پورې کړي دي، د ځینو ایالتونو وزیران یې درغلۍ ته هڅولي او تر ټولو مهمه دا چې لاریون کوونکي یې پر کانګریس خونړي برید ته هڅولي دي.

د امریکا استازو جرګې د استیضاح پرېکړې ته ۲۳۲ مثبتې رایې ورکړې دي.

له دې وروسته به دغه پرېکړه سنا جرګې ته ځي او که دې جرګې هم رایه ورکړه نو ټرمپ به استېضاح شي او هېڅ وخت به بیا په ټاکنو کې ګډون و نه شي کړی.

د امریکا تاریخ کې ټرمپ لومړنی رییس جمهور دی چې دوه ځله یې د استیضاح هڅه کېږي.

دا پرېکړه داسې مهال وشوه چې د امریکا د ملي ګارد سلګونه سرتېرو د استازو جرګې د ودانۍ ساتنه کوله او په واشنګټن کې سخت امنیتي تدابیر نیول شوي وو.

ډونالډ ټرمپ داسې مهال استیضاح کیږي چې څو ورځې وړاندې یې پلویانو پر کانګریس برید وکړو او څلور تنه امریکایان یې ووژل.

د ټرمپ پلویانو د کانګریس پر ودانۍ هغه مهال برید وکړ چې هلته د امریکا ولسمشریزو ټاکنو کې د جوبایډن بریا اعلانېدله.

د ټرمپ د پلویانو دغه کار د نړۍ د ډېریو هېوادونو ولسمشرانو سخت وغنده او دا یې پر ولسواکۍ برید او د شرم کار یې یاد کړی دی.

بل لورته انسټاګرام او فیسبوک د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ اکاونټونه د ده د ولسمشرۍ د دورې تر پای ته رسېدو پورې بند کړې دي.

د استیضاح دا پرېکړه داسې مهال کېږي چې د امریکا منتخب ولسمشر جو بایډن د جنورۍ په ۲۰مه، یعنې راتلونکې چهارشنبه لوړه کوي.

که څه هم په سپینه ماڼۍ کې د ډونالد ټرمپ د واک یوازې یوه اوونۍ پاتې ده، خو د هغه د استیضاح پرېکړه تر ډېره سیاسي پيغام لري.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب

پلمه | زهير سپېڅلی