Homeخبرونهامرالله صالح وایي د موټرو له پلېټونو د ۳۹ عدد لرې کېږي

امرالله صالح وایي د موټرو له پلېټونو د ۳۹ عدد لرې کېږي

تاند ( پنج شنبه، د جدي ۲۵) د ولسمشرلومړی مرستیال امرالله صالح وايي، د ترافیکو چارواکو ته یې لارښوونه کړې چې، له دې وروسته باید د ۳۹ عدد د موټرونو له پلېټونو لرې کړي.

هغه ویلي چې، دې ټکي د فساد زمینه برابره کړې ده او په  خبره یي باید لرې شي.

زیاته کړې داسې معلومات ورته رسېدلي چې د ترافیکو چارواکي له ۳۹ عدد د بچ کولو لپاره له موټر لرونکو تر ۲ یا ۳ سوه ډالرو پورې رشوت اخلي.

امرالله صالح ویلي که څه هم په دې اړه یې اسناد نه دي ترلاسه کړي خو زیاتوي چې هڅه کوي مخنیوی یې وکړي.

د یادونې ده چې تر دې وړاندې هم عامو وګړو داسې ادعاوې کړې چې د یاد عدد د لرې کولو په بدل کې ترافیک چارواکي پیسې ترې اخلي.

عام خلک زیاتوي چې د ۳۹ عدد د ډېرو موټرو بیې هم ټيټې کړي.

موټر پلورونکي بیا وایي چې ډېری پېرېدونکي یې هم هغو موټرو ته زړه نه ښه کوي کوم چې په پلېټ کې د ۳۹ عدد موجود وي.

دوی وايي که دا پرېکړه عملي شي نو دوی به هم له ګټه وکړي.

1 COMMENT

  1. د جمهوریت پر مختګونه او لاسته راوړنې خو نو سخت په کش کې دي، خدا وراستي!

    ورکئ کش د مور شدې، داهم د شل کالو ‌‌‌‌‌‌ډيمو کراسۍ یوه بله شرموونکې ننداره ده چې افغان ملت یې د شرم ‌‌‌‌‌‌ډرته اوري

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...