Home+ټوېټر او فېسبوک د ټرمپ اکونټونه لنډې مودې لپاره تړلي

ټوېټر او فېسبوک د ټرمپ اکونټونه لنډې مودې لپاره تړلي

تاند (پنج شنبه، د جدي ۱۸) ټولنیزې شبکې ټوېټر د ډونالډ ټرمپ ټوېټرپاڼه د لنډې مودې لپاره تړلې ده.

د ټرمپ ټوېټر د هغه ټوېټونو له امله تړل شوې کوم چې نوموړي د ټاکنو په اړه خپاره کړي.

ټوېټر ویلي:« د ټرمپ ټوېټر د نوموړي د سیاسي اخلاقو د نقص له امله حذف کوو.»

ټوېټر د ټرمپ له پیغامونو سره له معیارونو د سرغړونې نښان هم لګولی دی.

بل لورته د فېسبوک کمپنۍ هم د ټرمپ د فېسبوک اکونټ د ۲۴ ساعتونو لپاره له خپرونو بند کړی دی.

دې ټولنیزې شبکې ویلي چې، ټرمپ د دې کمپنۍ له ستنډرونو سرغړونه کړې او فېسبوکي پوسټونه یې د تاوتریخوالي سبب ګرځېدلي دي.

د ډونالډ ټرمپ اکونټونه داسې مهال تړل کېږي چې د نوموړي پلویانو هم د امریکا پر کانګرېس برید کړی دی.

پولیسو ویلي چې تر دې دمه یې ۵۰ لاریون کوونکي نیولي دي.

امریکایي رسنۍ سي ان ان بیا زیاته کړې چې تر دې دمه ۴ لاریون کوونکي وژل شوي او ګڼ نور ټپيان دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

یامي ګوتم: د کمو فرصتونو له امله مې هیماچل پردېش ته د ستنېدو پرېکړه کړې وه

تاند (سې شنبه، د زمري/ اسد ۱۳ مه) د بالیووډ مشهورې فلمي ستورې یامي ګوتم ویلي، د خپل هنري ژوند په یوه سخت پړاو...