سه شنبه, سپتمبر 24, 2024
Homeخبرونههلمند کې هوایي برید ۵ ماشومان وژلي

هلمند کې هوایي برید ۵ ماشومان وژلي

تاند ( پنج شنبه، د جدي ۱۸) په هلمند ولایت کې د یوه هوایي برید په پایله کې پنځه ملکي وګړي وژل شوي دي.

د هلمند د ولایتي شورا یو شمېر غړو رسنیو ته ویلي چې دا برید تېره شپه هوایي ځواکونو د مرکز لښکرګاه په مربوطاتو کې کړی دی.

دوی زیاته کړې چې په دې برید کې پنځه ماشومان وژل شوي او پنځه کسه نور ټپیان دي.

سرچینې وایي چې په ټپيانو کې ښځې او ماشومان هم شامل دي.

ځایي اوسېدونکي او د ولایتي شورا غړي په دې اړه د پلټنو غوښتنه کوي او وایي چې عاملین یې باید د قانون منګولو ته وسپارل شي.

افغان حکومت تر اوسه پورې په دې اړه څه نه دي ویلي.

په ټولنیزو رسنیو کې هم د هلمند د دې پېښې انځورونه خپاره شوي او خلکو پرې سخت غبرګونونه  ښودلي دي.

د ټولنیزو رسنیو کاروونکو د جګړې له ښکېلو خواوو غوښتي چې په جګړه کې دې د ملکیانو خوندیتوب ته جدي پام وکړي.

د یادونې ده چې تېره ورځ د پکتیا ولایت د احمدابا ولسوالۍ اوسېدونکو هم د اعتراض پرمهال ویلي وو چې امنیتي ځواکونو د احمداباد په غړک سیمه کې دوه وروڼه وژلي دي.

د یادې سیمې اوسیدونکو تېره ورځ په همدې اړه لایون هم کړی وو او د سپیناوي غوښتنه یې کوله.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب