Home+د پاکستان سوپرليګ ته د ۳۵ افغان لوبغاړو نوم لیکنه

د پاکستان سوپرليګ ته د ۳۵ افغان لوبغاړو نوم لیکنه

تاند ( پنج شنبه، د جدي ۱۸)  د پاکستان سوپر ليګ ۶ م پړاو لپاره ګڼو افغان لوبغاړو نومليکنه کړې ده.

په دې نوملړ کې د راشد ، نبي او مجيب په ګډون ٣٥ افغان لوبغاړي شامل دي.

د راپورونو له مخې د پاکستان سوپرلیګ یا پي اېس اېل لوبو ته تر ۴ سوو زیاتو بهرنیو لوبغاړو نوم لیکنه کړې ده.

په دې کې تر ټولو زيات لوبغاړي د ويسټ انډيز او انګلستان دي.

د پاکستان کرکټ بورډ مخکې د پلاټينيم کټګورۍ لوبغاړو لېست خپور کړی وو چې په کې راشد خان، محمد نبي او مجيب الرحمن هم شامل و.

د پاکستان سوپرليګ راتلونکي پړاو ته د جنورۍ په ١٠مه نېټه د پاکستان په لاهور ښار کې د ډرافټ مراسم ترسره کېږي چې ۶ لوبډلې به پکې د خپلې خوښې لوبغاړي واخلي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د يوويشتمي پېړۍ ليڪ | زهير سپېڅلی 

"د يويشتمې پېړۍ ليڪ" فقط يو ليڪ نه دی، يو ناول دی. ښاغلي محبوب شاه محبوب ليڪلی دی. مومند خپرندويي ټولني په لومړي ځل...