Homeخبرونهچارواکي: طالبانو په کندز کې ۷ سرتېري وژلي او ۹ نور یې...

چارواکي: طالبانو په کندز کې ۷ سرتېري وژلي او ۹ نور یې له ځان سره بېولي

تاند (پنجشنبه د جدي ۱۸) د کندز ځايي چارواکي وايي، وسله والو طالبانو تېره شپه په دغه ولایت کې د ملي اردو او پولیسو په دوو قرارګاوو برید کړی دی چې په پایله کې یې اته سرتېري وژل شوي دي.

د کندز د ولایتي شورا غړی امرالدین ولي وايي، وسله والو طالبانو تېره شپه شاوخوا ۱۰:۰۰ بجې د حاجي ګلستان قبر او څرخاب سیمو کې د امنیتي ځواکونو پر پوستو بریدونه وکړل.

د نوموړي په خبره په دغو حملو کې د ملي اردو او پولیسو ۸ سرتېري وژل شوي او څلور نور ټپیان دي.

دده په خبره، وسله والو طالبانو د ملي اردو د دوو زخمي سرتېرو په ګډون ۹ نور له ځان سره بېولي دي.

امرالدین ولي زیاتوي، وسله والو طالبانو د حاجي ګلستان قبر په ساحه کې د ملي مرکز له منځه وړی او ټول نظامي تجهیزات یې له ځان سره وړي دي.

په ورته مهال د کندز امنیه قومندانۍ هم منلې چې په ياده سيمه کې جګړه شوې خو د مرګ ژوبلې په هکله یې کره جزیات نه دي ورکړي.

بل لور ته د وسله والو طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد وايي چې تېره شپه ددې ډلې کسانو د کندز ښار اړوند د حوض په نوم سيمه کې د حکومتي ځواکونو پر مرکز بريد کړى دى.

د مجاهد په خبره چې په دغه بريد کې اووه حکومتي سرتېري وژل شوي او نهه نور ژوندي نيول شوي دي.

نوموړی زیاتوي په دې جګړه کې د حکومتي ځواکونو ګڼ شمېر وسلې او مهمات هم د طالبانو لاس ته ورغلي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...