سه شنبه, سپتمبر 24, 2024
Homeخبرونهدفاع وزارت وایي افغان ځواکونو کندهار کې ۵۳ طالبان وژلي

دفاع وزارت وایي افغان ځواکونو کندهار کې ۵۳ طالبان وژلي

تاند ( پنج شنبه، د جدي ۱۸) د ملي دفاع وزارت په کندهار ولایت کې د ۵۳ وسله والو طالبانو د وژلو ادعا کړې ده.

دفاع وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې تېره ورځ طالبان د یاد ولایت په ارغنداب او  خاکریز ولسوالیو کې د افغان ځواکونو پر پوستو د بریدونو په موخه راټول شوي وو او غوښتل يې د افغان ځواکونو پر پوستو بریدونه وکړي.

خبرپاڼه وایي چې افغان ځواکونو له ځانه د دفاع په خاطر پر دوی برید وکړ او ۵۳ طالبان يې ووژل او ۱۵ نور یې ټپيان کړل.

سرچینه زیاتوي چې په دې عملیاتو کې دغه راز د طالبانو یو پټنځای ۴ موټرسایکلونه او یوه اندازه وسلې او مهمات له منځه وړل شوي دي.

افغان ځواکونو دغه راز په دې عملیاتو کې ۴۸ کړۍ ماینونه  کشف او شنډ کړي دي.

بل لورته وسله والو طالبانو بیا د دفاع وزارت د دې ادعا په غبرګونو کې څه نه دي ویلي.

سره له دې چې د سولې د دوهم پړاو خبرو پيل ته هیلې بیا ځلې لپاره ډېرې شوي خو بیاهم په هېواد کې ورځ بلې ته جګړه زور اخلي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب