دوشنبه, سپتمبر 23, 2024
Homeخبرونهامریکا کې ۴ لاریون کوونکي وژل شوي او پولیسو ۵۰ تنه نيولي

امریکا کې ۴ لاریون کوونکي وژل شوي او پولیسو ۵۰ تنه نيولي

تاند ( پنج شنبه، د جدي ۱۸) د امریکا پر کانګرېس د لاریون کوونکو په ننني برید کې څلور کسه وژل شوي دي.

امریکایي رسنۍ د پولیسو له قوله لیکي چې، لاریون کوونکو د پاشلو لپاره یې له ربړي ګولیو او اوښکي بهوونکي ګاز کار اخیستی دی.

سرچینې زیاتوي ې ګڼ نور کسان ټپیان شوي هم دي او تر دې دمه پولیسو پنځوس کسه لاریون کوونکي نیولي دي.

بل لورته د امریکا د ولسمشریزو ټاکنو ګټونکي جو بايډن د ټرمپ د پلویانو پر لاریون او پرکانګرېس ودانۍ د دوی برید خواشينې ښودلې.

هغه ويلي:« نن د امریکا په تاریخ کې تر ټولو بده او توره ورځ ده، د مظاهرو ډرامه د ولس حقیقي نمایندګي نه شي کولی.»

بايډن زیاته کړې د ټرمپ پلويان چې کانګرس ته ننوتي، د رایو تقدس یې پایمال کړی او غیر قانوني کړنه ده ده.

نوموړي له ټرمپ غوښتي چې خپلو پلویانو ته له کانګرس وتلو امر وکړي او په وینا یې که هر څه پېښ شول نو مسوولیت به یې د ټرمپ په غاړه وي.

لاریون کوونکو په پایتخت واشنګټن ډي سي ښارکې د لاریون پر مهال د خبریالانو کمرې او نور وسایل هم له منځه وړي دي.

د ډونالډ ټرمپ د پلویانو له لوري لاریونونه  په ځینې سیمو کې پر تاوتریخوالي بدل شوي دي.

د ډونالډ ټرمپ پلویانو د یاد هیواد پایتخت کې داسې مهال لاریون او پر هغه ودانۍ یې برید کړی چې په کې د تېرو ولسمشریزو ټاکنو پایلې ور لېږدول کېدې.

وروستیو لاریونونو سخت غبرګونونه هم پارولې دي.

د ناټو سرمنشي، ینس سټولټنبرګ په دغه پېښه خوشیني څرګنده کړې او ویلي یې دي چې د ډیموکراتیکو ټاکنو پایلو ته باید درناوی وشي.

د امریکا پخوانیو ولسمشرانو، جورج بوش او باراک اوباما هم د ټرمپ د پلویانو دا کارغندلی دی.

دا په داسې حال کې ده، چې د ټرمپ پلویان د ولسمشریزو انتخاباتو نهايي نتایج نه مني او وایي چې ټرمپ انتخابات ګټلي دي.

خو بل لورته نانسي پلوسي بیا په ټنیګار سره ویلي چې نن به کانګرېس د خلکو رایو ته درناوی کوي او د بایډن بریا به تائيدوي.

https://taand.net/%d9%be%d9%84%d9%88%d8%b3%d9%8a-%da%a9%d8%a7%d9%86%da%ab%d8%b1%d8%b3-%d8%a8%d9%87-%d9%86%d9%86-%d8%af-%d8%a8%d8%a7%db%8c%da%89%d9%86-%d8%a8%d8%b1%db%8c%d8%a7-%d8%ad%d8%aa%d9%85%d9%8a-%d8%aa%d8%a7/

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب