دوشنبه, سپتمبر 23, 2024
Homeخبرونهپلوسي: کانګرس به نن د بایډن بریا حتمي تائيد کړي

پلوسي: کانګرس به نن د بایډن بریا حتمي تائيد کړي

تاند ( پنج شنبه، د جدي ۱۸) امریکا کې د ټرمپ پلویان لاهم هڅه کوي چې د بایډن د بریا د اعلان مخنیوی وکړي.

خو د امریکا د استازو مجلس مشرې نانسي پلوسي لاریون کوونکو ته په خطاب کې ویلي: « تاسې غوښتل موږ له خپلې پرېکړې راوګرځوئ، خو دا کار ناشونی دی او نن به کانګریس خپله پرېکړه اعلانوي.

پلوسي  پر کانګریس برید په کلکو ټکو غندلی دی او په خبره یې پرکپېټال هال ودانۍ د لاریون کوونکو ننوتل له سپکاوي ډک عمل دی.

هغې زیاته کړې د دې لاریون اصلي تنظیموونکي به ډېر ژر د قانون منګولو ته وسپارل شي.

پلوسي په ټينګار سره ویلي چې نن به د خلکو د رایې په اساس د بایډن بریا ارو مرو تایید کړي.

په لومړیو کې د ټرمپ د قهرېدلو پلویانو له امله د په کانګرس کې غونډه ځنډېدلې وه خو یاده غونډه بېرته د ټرمپ د مرستیال مایک پینس په مشرۍ پيل شوې ده.

پينس ویلي: « سمه ده چې د ټرمپ مرستیال دی خو د امریکا د ولس پرېکړو ته درناوی لري او نن به په کانګریس کې هغه پرېکړه کېږي چې امریکایانو رایه ورکړې ده.»

د امريکایي رسنیو د معلوماتو له مخې د امریکا په کانګریس کې په رسمي توګه د ولسمشریزو ټاکنو د پایلو د تایید غونډه روانه ده.

دوی وایي غونډه څو ساعته د سختو اعتراضونو له امله ځنډېدلې وه خو دمګړی وضعیت نورمال برېښي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب