پنجشنبه, فبروري 5, 2026
Homeخبرونهکابل کې د یوه خونړي برید مخه نیول شوې

کابل کې د یوه خونړي برید مخه نیول شوې

تاند(پنج شنبه، د جدي ۱۸) د کابل پولیس وایي، ترهګرو تېر ماښام د کابل ـ ننګرهار پر لویه لاره ۱۹مې ناحیې اړوند پکتیا کوټ سیمه کې څه اندازه چاودېدونکي مواد ځای پر ځای کړي وو چې پولیسو یې مخه نیولې ده.

خبرپاڼه پاڼه زیاتوي، د کابل ــ جلال آباد په لويه لار ۱۹ مه ناحیه اړوند پکتیا کوټ سیمه کې د ترهګرانو لخوا یوه کړۍ ماینونه د عام وګړو وژنې په موخه ځای پر ځای شوي او چاودیدو ته چمتو شوي وو چې د چاودیدو څخه مخکې د یادې حوزې پولیس منسوبینو لخوا کشف او د کابل امنیه قوماندانۍ انجنیري ټیم لخوا شنډ شو او په دې توګه په کابل ښار کې د یوې خونړې پیښې د رامنځته کیدو څخه مخنیوی وشو.

دا په داسې حال کې ده چې دوه ورځې مخکې هم د کابل امنیه قواماندانۍ د اتمې ناحیې اړوند رحمن مینه سیمه کې هم د څو خونړې بریدونو رامنځته کیدو څخه د مخنیوي خبر ورکړی وه.

دا خبر يې په دې حال کې ورکړی وه چې په دې سیمه کې یوه کړۍ لوې بشکه يي ماین او څلور کړۍ واړه ماینونو له چاودیدو یې مخنیوی وکړ.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د ډاکتر حکیمي کلیزه | ‌‌ذبیح‌الله شفق

زه پوهېدم چي ته به سترګي لکه نن بدلوې ‏‎ځکه مي تا باندي یوه شېبه حساب نه کاوه په ۱۹۹۲م کي هارون حکیمي د زابل په...