دوشنبه, سپتمبر 23, 2024
Homeخبرونهد ټرمپ قهرېدلي پلویان د کانګرېس ودانۍ ته ننوتي

د ټرمپ قهرېدلي پلویان د کانګرېس ودانۍ ته ننوتي

تاند ( پنج شنبه، د جدي ۱۸) د ټرمپ پلویانو هغه مهال پر کانګریس برید وکړ چې هلته د ولسمشریزو ټاکنو د وروستۍ پایلې د تایید لپاره غونډه جوړه شوې وه.

امریکایي رسنۍ وایي چې د ټرمپ زرګونه پلویانو پر کانګریس برید وکړاو د پولیسو لیکې یې ماتې کړې.

ویل کېږي چې په کانګریس کې د ننه د ډزو غږونه هم اورېدل شوي دي.

د لاریونوالو شمېر زرګونه کسانو ته رسېده او پولیس یې په کنټرولولو بریالي نه شول.

ټرمپ له خپلو پلویانو غوښتي چې له تاوتریخوالي کار وا نخلي.

منتخب ولسمشر جو بایډن بیا پر ټرمپ غږ کړی چې ناندرۍ دې نه جوړوي او د رسنیو په مخ کې دې اعلان وکړي چې بایډن ګټونکی دی او امریکا دې نړۍ ته نه شرموي.

پخواني ولسمشر بارک اوباما هم ویلي چې پر کانګریس برید او د ټرمپ دريځ خورا شرموونکی عمل دی.

دمګړی په واشنګټن کې ګرځبندیز دی خو نانسي پلوسي وایي همدا چې کانګریس کې ارامي شوه ژر به د بایډن بریا اعلان کړي.

د ډونالډ ټرمپ مرستیال مایک پینس پرکپېټال هال ودانۍ د لاریون کوونکو برید غندلی دی.

نوموړي ویلي چې پر کانګریس د لاریون کوونکو برید له ټولو قوانینو سره په ټکر کې عمل دی او په خبره یې دا د ملت کور دی او دې کور ته سپکاوی باید د قانوني مراجعو له لوري وڅېړل شي.

بل لورته سي ان ان وایي که امریکا کې بیړنی حالت اعلان نه شي ممکن د ټرمپ پلویان ټول هیواد کې را ووځي او له تاوتریخوالي ډک لاریونونه وکړي.

سرچینه زیاتوي چې اوسمهال واشنګټن کې د ټرمپ قهریدلي پلویان د کانګرس ودانۍ ته په زور ننوتي او هلته یې هوایي ډزې او د خپل قدرت نمایش کړی  دی.

د سرچینې په خبره دوی وایي ټرمپ په تیرو ټاکنو کې ماتې نه ده خوړلې او بایډن د ولسمشر په توګه نه منو.

دغه راز د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو د لاریون کوونکو د مشرانو د محاکمه کولو غوښتنه کړې ده.

نوموړي په ټوېټ پيغامونو کې ویلي دي چې د خلکو له مدني حقونو ملاتړ کوي خو هغه اقدام چې یوه ملت او یوه هېواد ته سپکاوی وي او ملي ګټې تر پښو لاندې کړي باید وځپل شي.

هغه له حکومتي ادارو غوښتي څو د لاریون هغه تنظیموونکي محاکمه کړي چې لاریون کوونکي یې د ملت کور ته ننوتو ته هڅولي وو.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب