Homeخبرونهولسمشر غني ننګرهار ولایت ته ورسید

ولسمشر غني ننګرهار ولایت ته ورسید

تاند(پنج شنبه، د جدي ۱۸) د ننګرهار د والي ویاند عطاء الله خوږیاڼي وایي، ولسمشر محمد اشرف غني نن سهار د یو لوړ پوړي پلاوي په ملتیا ننګرهار ولایت راورسېد.

خوږیاڼی زیاتوي، چې ولسمشر به په جلال اباد کې د والي ضیاءالحق امرخېل په ګډون له یو شمې نورو چارواکو، د ټولنې له بېلا بېلو قشرونو او نظامي مسؤلینو سره لیده کاته وکړي.

د خوږیاڼي په وینا د ولسمشر په حضور کې د به په دغه ولایت کې د جوړ شويو ۴۵ ښوونځيو د ودانیو پرانیسته وشي.

نوموړی زیاتوي چې ولسمشر به همدا راز د ستروسو نندارتون څخه هم ليدنه وکړي.

د خوږیاڼي په خبره ټاکل شوې ولسمشر سره دې سفر کې د هغه لومړی مرستيال، ملي امنيت سلاکار، د کابينې يو شمېر وزيران، د ملي شورا يو شمېر غړي او نور ګډون لري.

ولسمشر غني داسې مهال ننګرهار ولایت ته په سفر تللی چې په دې وروستیو کې د ولایتونو امنیتي وضعیت خراب شوی او د طالبانو تاوتریخوالی اوس هم دوام لري.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...