دوشنبه, سپتمبر 23, 2024
Home+امنیتی کامرې به د کابل امنیت ښه کړي؟

امنیتی کامرې به د کابل امنیت ښه کړي؟

اغاملوک سحر
چین په ۲۰۰۳ م کال کې د  د سکاینیټ “Skynet” په نوم د پراخ نظارتی سیسټم بنسټ کیښود،په ۲۰۱۳ م کال کې یي چې شل میلیونو په شمیر امنیتي کامرې لګیدلی وي دا خبره فاش شوه.
په ۲۰۱۸ م کال کې  نور په یوازې سر امنیتي کامرو نسوای کولای چې خلک وڅارې،د جرمونو او کړنو مخنیوی وکړی نو د چین دولت له ځینې اپلیکیشنونو  ،ټولینزي رسنیو،د مخ پیژندلو ټکنالوژې،انترنیټ، مصنوعی ذکاوت،لویی ډیټا تحلیلول(big data)،روباټ پولیسو او نظارتي ډرونونو څخه په دې موخه ګټه اخیستل پیل کړل.
په ۲۰۱۹ م کال کې چین د نړۍ تر ټولو غټ د کمرو د څار او نظارت سیسټم درلود چې ۲۰۰ میلیونه امنیتی کمري لګیدلي وي چې تر امریکا متحده آیالاتو یې شمیر څلور چنده زیات وو. په ۲۰۲۰ م کال کې چین دا شمیر ۷۷۰ میلیونو ته ورسولې او د ۲۰۲۱ م کال تر پایه چین هوډ لری چې یو میلیارډ امنیتی کامرې نصب کړي.
خلاصه هغه اډوارډ سنوډن خبره د چین د امنیتي کمرو د سیسټم څار او نظارت واقعاً ګنګس کوونکی دی.
اوس د افغانستان حکومت ویلي چې  سل میلیونو امریکایی ډالرو په ارزښت به کابل کې کمرې ولګوي  لمړی خو د اوس لپاره یوازې کابل کې دومره کمرو ته اړتیا نشته او دوهم یوازې کمرې اوس بیخي کم مشکل حل کوي ځکه غټ تخنیکی ټیم،نظارت مکانیزم،د مخ پیژندلو ټکنالوژې،لمړنی معلومات، لویی ډیټا تحلیلول(big data analysis) ،برښنا،انټرنیټ… او زیربنا ته اړتیا لري.
په لنډ وخت کې یعنې تر شپږو میاشتو یې د پلې کولو او ګټه اخیستنه او موثریت امکانات بیخې لږ دي.
په کابل ښار کې اوس هم سلګونه دولتي او زرګونه شخصي آمنیتي کامرې شته خو د جنایی جرمونو په کموالي د ناآمنیو او د تروریسټي پیښو په مخنیوی کې یې رول په نشت حساب دی.
د عامه پوهاوی نشتون، ناآمني، سایبري پولیسو نشتون،  د خلکو،موټرو او وسایل نه ثبت، سایبری حملې، سیاسی وضعیت او نورې ننګونې یي په مخکې پرتي دي.
نظر پورته ننګونو او دلایلو ته په کتو  دا چې کومه خاصه نتیجه ورکړي، احتمال یې بیخي کم دی. خو د ناآمنیو،جرمونو او ټروریستي پیښو د مخنیوی او کمولو لپاره نورې ښې بدیلې او موثرې لارې سته.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب