جمعه, مې 3, 2024
Homeخبرونهخلیلزاد هدفي وژنې او روان تاوتریخوالی د نه منلو وباله

خلیلزاد هدفي وژنې او روان تاوتریخوالی د نه منلو وباله

تاند(دوشنبه، د جدې ۱۴) د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړی استازي، دوحې ته تر روانېدو مخکې په افغانستان کې د جګړې روان شدت او هدفي وژنې د نه منلو وبللې او له دواړو خواوو یې د سولې په خبرو کې د پرمختګ هیله وکړه.

زلمي خلیلزاد نن پر خپله ټویټرپاڼه کښلي چې دوحې او د سیمې نورو هیوادونو ته په دې هیله ځي چې افغان خواوې د افغانستان د سولې په راروان پړاو کې د پام وړ پرمختګ وکړي.

ټاکل شوې ده چې د افغانستان د سولې بل پړاو خبرې سبا (د جنورۍ ۵) په دوحه کې پیل شي.

خلیلزاد لیکلي «دواړه خواوې باید څومره چې کېدای شي هومره ژر د افغانانو د ګټو لپاره د خبرو له لارې یوې سیاسي حللارې ته ورسېږي، حقیقي جوړجاړی وکړي او فوري اوربند یا اورکم وکړي.»

زلمي خلیلزاد همداراز لیکلي«د هدفي وژنو په ګډون د تشدد اوسنۍ اندازه د نه منلو ده. د دې تاوتریخوالي عاملان هڅه کوي چې د سولې پروسه او د هیواد راتلونکې زیانمنه کړي. دوی د افغانانو، چې سوله غواړي، اراده نه تمثیلوي.»

په وروستیو کې ګڼ شمېر منور افغانان په هدفي بریدونو کې وژل شوي او دې بهیر ډېر افغانان اندېښمن کړي دي.

دولت وايي دا بریدونه طالبان کوي خو طالبان یې مسوولیت نه مني.

د چارو ځینې شنونکي وايي، طالبان په دې ډول بریدونو غواړي چې له یوې خوا د بیان، ښځو او مدني ازادیو په شان بریاوې چې د افغانستان اوسنی دولت یې د تېرو شل کلونو ستره بریا بولي، ناکامه کړي او له بلې خوا فکر کوي چې که په واک کې شریکېدل نو مخکې تر مخکې یې د بیان او ښځو ازادۍ ختمې کړې وي او سبا دوی ته څوک ګوته ونه نیسي چې دا ازادۍ یې محدودې کړي دي.

نن په افغانستان کې د امریکايي پوځیانو ویندوی سوني لیګیت هم طالبان په هدفي بریدونو کې په لاس لرلو تورن کړل.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب