چهارشنبه, دسمبر 11, 2024
Homeخبرونهد افغان سولې دویم پړاو مذاکرات؛ زلمی خلیلزاد دوحې ته رسېدلی

د افغان سولې دویم پړاو مذاکرات؛ زلمی خلیلزاد دوحې ته رسېدلی

تاند (دوشنبه د جدي ۱۵) د افغان سولې لپاره د امريکا ځانګړي استازي زلمي خليلزاد دوحې ته له رسېدو سره سم پر خپل ټوېټر لیکلي چې سیمې او دوحې ته بېرته راستون شوی او هیله لري چې د سولې خبرو په راتلونکو پړاونو کې د پام وړ پرمختګ وشي.

د نوموړي په خبره دواړه لوري بايد وښيي چې د افغانانو د ګټو لپاره جوړجاړی کوي او د يوې سياسي حل لارې په اړه هر څومره ژر چې ممکن وي هوکړې ته رسېږي او د تاوتريخوالي کچه راټيټوي.

هغه زیاته کړې چې د هدفي وژنو په ګډون د تاوتريخوالي اوسنۍ کچه هېچا ته د منلو وړ نه ده او هغه کسان چې تاوتریخوالی کوي، د سولې پروسې او د افغانستان راتلونکې ته د زیان رسولو په لټه کې دي.

زلمي خلیلزاد په داسې مهال دغه څرګندونې کړي چې ټاکل شوې سبا په دوحه کې د افغان دولت او طالب مرکچیانو تر منځ د سولې دویم پړاو خبرې پیل شي.

تمه وه نن د افغانستان د دولت مرکچي ټیم قطر ته سفر وکړي څو سبانۍ خبرو ته ورسېږي، خو ویل کېږي چې د نن لپاره د دوی سفر ځنډېدلی دی.

د ټیم یوې غړې شریفې زرمتۍ ویلي چې نننی سفر د خرابې هوا له امله ځنډېدلی دی او زیاته کړې یې ده چې سبا به په ټاکلي وخت پرواز کوي او غونډو ته به رسېږي.

د افغان دولت مرکچي پلاوي ټینګار کړی چې په دویم پړاو مذاکراتو کې به د اوربند او سیاسي مشارکت په څېر په مهمو مسلو باندې بحث وکړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب