جمعه, فبروري 6, 2026
Home+سل ملیون کاله پخوانی ګُل

سل ملیون کاله پخوانی ګُل

تاند (یکشنبه، د جدي ۷)  څېړونکو یو ډېر کوچنی ګُل کشف کړی چې کابو ۱۰۰ ملیون کاله پخوانی دی.

د ډیلي مېل ورځپاڼې د راپور له مخې، د اورګان ایالت د پوهنتون څېړونکي وايي، دا ګُل د (gymnosperm) له کورنۍ سره تړاو لري، د کرتاسې د عصر دی او په میانمار کې موندل شوی دی.

دا بوټی یې (Valviloculus pleristaminis) نومولی او د استرالیا له (blackheart sassafras) بوټي سره ورته والی لري.

که څه هم د میانمار یا برما او استرالیا ترمنځ څه باندې ۴ زره مایله واټن دی، خو کله چې دا ګُل تر خاورو لاندې کېده هماغه وخت د استرالیا خاوره له اوسني هند سره نښتې وه.

د اورګان د پخواپېژاند جارج پیونر په باور دا نر او ډېر کوچنی بوټی دی چې کابو ۲ میلي متره پلنوالی لري.

دی وايي، سره له دې چې دا بوټی خورا کوچنی دی خو جزییات یې پوره خوندي پاتې شوي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

«لفظي عکسونه» کتاب چاپ شو

«لفظي عکسونه» د لیکوال او نقاد ښاغلي نعمت‌الله صديقي نوی د «خاکو» کتاب دی چې اوس اوس په جلال اباد کې له کلاسیک خپرندوی...