پنجشنبه, سپتمبر 19, 2024
Home+بګ باش کې راشد، مجیب ته ماتې ورکړه

بګ باش کې راشد، مجیب ته ماتې ورکړه

تاند ( پنج شنبه، د جدي ۴) د اسټراليا بګ باش سوداګریز ليګ په ۱۳ مه لوبه کې اډیلایډ سټرایکرز لوبډلې بريسبین هېټ لوبډلې ته د دوو منډو په توپير ماتې ورکړه.

سټرايکرز سره راشدخان او هېټ لوبډلې سره بیا مجیب لوبېږي.

د دې لوبې په ګټلو سره دا په یاد ليګ کې د راشد اړوند لوبډلې دوهمه بریا ده.

په دې لوبه کې مجيب الرحمن د خپلې لوبډلې لپاره د دوو څلوريزو او یوې شپږيزې په مټ په لسو توپونو ۱۸ منډې تر لاسه کړې خو په توپ اچونه کې د لوبغاړي په سوځولو بریالی نه شو.

مجیب په توپ اچونه کې په څلور اورونو کې ۲۷ منډې ورکړې خو لوبغاړی یې ونه سوځوه.

په مقابل کې بیا راشدخان آرمان د خپلې لوبډلې په ګټه ۹ ناسوځېدلې منډې جوړې کړې.

هغه د منډو ترڅنګ په توپ اچونه کې په ۴ اورونو کې د ۳۰منډو په ورکړه ۲ لوبغاړي هم وسوځول.

په بګ باش ليګ کې د راشد اړوند اډیلايډ سټرایګرز لوبډلې په څلورو لوبو کې یوازي دوه لوبې ګټلې او دوه نور یې بایللي دي.

بل لورته بیا  د مجیب اړوند بریسبين هېټ لوبډلې درې لوبې کړې درې واړه يې بایللې دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب