Homeخبرونهولسمشر غني د افغانستان د روباټیک له ټيم سره کتلي

ولسمشر غني د افغانستان د روباټیک له ټيم سره کتلي

تاند(پنج شنبه،د جدي ۴) ولسمشرغني نن له غرمې مخکې په ولسمشرۍ ماڼۍ کې د افغانستان د روباټيک د ټيم غړو سره کتلي.

له ولسمشرۍ ماڼۍ په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، په دې کتنه کې چې د هیواد لومړۍ مېرمن هم حضور درلود، لومړی د افغانستان روباتیک ټیم مسوولې مېرمن رویا محبوب د خپلو فعالیتونو او برنامو په اړه خبرې وکړې او د افغانستان روباتیک ټیم څخه د ولسمشر او د هیواد لومړۍ مېرمن د ملاتړ مننه یې وکړه.

مېرمن رویا محبوب ولسمشرغني وړ او د ځوان نسل ملاتړی رهبر وباله او د افغانستان روباتیک ټیم له لوري یې له ۲۴ زره پېچونو څخه جوړ د ولسمشر تصویر هغه ته ډالۍ کړ.

خبرپاڼه لیکي، ولسمشر د خپلو خبرو پر مهال وویل، پخپلو خبرو کې د افغانستان روباتیک ټیم د فعالیتونو او نوښتونو مننه وکړه وې ویل، تاسو د هیواد ځوان نسل یاست چې اوږدمهالی فکر لرئ او دا د هوسا او باثباته افغانستان لپاره ډېر مهم دی.

ولسمشر د افغانستان روباتیک ټیم له ډالۍ څخه په مننې وویل، حکومت به په راتلونکو څو میاشتو کې د افغانستان ډیجیټل کولو لپاره لا زیات فرصتونه برابر کړي او په ځانګړي ډول د طب، پوهنې او سوداګرۍ برخې به په ډیجیټلي سیستم سنبالې شي.

خبرپاڼه کاږې، ولسمشر د خپلو خبرو په پای کې وویل، په نږدې راتلونکي کې یو بین المللي ټیم افغانستان ته راځي او د هیواد د ډیجیټل کولو اړخونه به له نږدې وګوري.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...