شنبه, مې 18, 2024
Homeخبرونهعطامحمد نور؛ حکومت پاتې راغلی، جهادي مشران حاضردي چې امنيتي وضعیت کنترول...

عطامحمد نور؛ حکومت پاتې راغلی، جهادي مشران حاضردي چې امنيتي وضعیت کنترول کړي

 تاند (پنج شنبه، د جدي ۴) د جمعیت ګوند اجرایوي مشرعطا محمد نور نن په یوه خبري ناسته کې پر حکومت سختې نيوکې وکړې.

هغه د خبرو پر مهال وویل چې په ټول هېواد کې وضعیت په خورا چټکۍ د خرابېدو په حال کې دی خو حکومتي چارواکي یې په مدیریت کې پاتې راغلي.

نور په خپله وينا کې زیاته کړه  که حکومتي چارواکي وضعیت نه شي کنټرولوی نو جهادي مشران تیار دي چې د مقاومت دوهمه دوره پیل کړي.

عطا محمد نور وایي سوله ورته لومړیتوب ده خو که ځینې کړۍ د سولې د تخریب هڅه کوي دوی اړ دي چې د مقاومت جبهې تازه کړي.

هغه دغه راز پر امنیتي میثاق هم نیوکه وکړه.

نوموړي وویلې د حکومت دې کار نه یوازې دا چې وضعیت نه دی ښه کړی برعکس حالت د خرابۍ لور ته روان دي.

هغه وایي د هېواد په ټولو شمالي ولایتونو کې بهرني جنګیالي لیدل کېږي چې دا مسئله تر هر څه ډېره د اندېښنې وړ ده.

دا څرګندونې داسې مهال کېږي چې په دې وروستیو کې د هېواد په ګڼو ولایتونو کې امنيتي وضعیت د اندېښنې وړ بلل کېږي.

عام خلک هم له حکومت نه د وضعیت د کنټرول غوښتنه کوي.

3 COMMENTS

  1. نور غواړی چې ۱۳۷۱ کال غوندې داپاتې شیا ن چې خلکوجوړ کړی یایې لاس ته راوړی بیا په جهادیانو چور اوتالان کړی- برپدر مو لغت ښه لا له جهاد سره

  2. لکه چی د مجاهدینو په وخت وضعیت تر کنترول لاندی وه هماغسی یی تر کنترول لاندی ونیسی

  3. رښتیا يې ویلي دي چې سیاست د ماشومانو کار ندی . خلیفه عطا محمد نور لا فکر کوي چې سیاست د دوی له پدري کسب سره تړلی دی .
    عطامحمد نور لا تر اوسه د خپل جنګسالار ټیم ترمنځ یوالی ندی راوستی ، د ټول افغانستان د وضعیت اداره کول خوپرځای پرېږده .
    دا اوسنی حکومت هم د مجاهدینو له استازو نه جوړ شویدی چې اکثریت غړي یې د همدغو جنګسالارانو زامن ، خپلوان او اعتمادي استازي دي .
    قطر ته د افغانستان د سولې هیئات هم د دوی له زامنو نه جوړ دی . دوی هم پوزیشن دي او د افغانستان دولت خوري او هم په اپوزېشن او مخالفینو کې لکۍ ډانګ ډانګ کوي .
    له بلې خوا آزموده را آزمودن هم خطا کار دی . د پاکستان مېډن یا ساخت جهاتي تنظیمونو نژدې لس کاله د جهادیانو او ټالبانو په نوم سره دافغانستان واک په لاس کې درلوده . دوی ټول وخت په جګړو او د یوبل د حذفولو لپاره تېر کړل چې زمونږ د هېواد په تاریخ کې تر ټولو تیاره او بده دوره وه .
    له دوی نه دا اوسنی حکومت له ټولو بې کفایتو سره ، سل وارې بهتره دی .

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب