یکشنبه, مې 5, 2024
Homeخبرونهپه امريکا کې د تېرو ۲۴ ساعتونو پرمهال کورونا ۳۰۰۰ تنه مړه...

په امريکا کې د تېرو ۲۴ ساعتونو پرمهال کورونا ۳۰۰۰ تنه مړه کړي

تاند ( پنج شنبه، د جدي ۴) د امریکا د جانز هاپکنز پوهنتون مسوولانو ویلي چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په دغه هېواد کې د کورونا ویروس ۲۳۸ زره او ۴۹۶ نورې مثبتې پېښې ثبت شوې دي.

د یاد پوهنتون د معلوماتو له مخې له دې شمېرې سره په امريکا کې پر کورونا د اخته کسانو ټول شمېر ۱۸ میلیونه ۴۵۵ زره او ۶۵۵ ته ورسېده.

د جانز هاپکنز پوهنتون مسوولان وایي دغه راز په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په امريکا کې پر کورونا اخته ۳ زره او ۵۳۴ تنه مړه شوي.

سرچینې ویلي چې په امریکا کې له کورونا وبا د مړه شویو کسانو شمېر درې لکه ۲۶ زره او ۱۱۹ ته لوړ شوی دی.

په ورته وخت کې د کویډ یو اې؛ اطلاع رسونې مرکز چې د کورونا وبا د تحلیل او تجزیې دنده پرغاړه لري وړاندوینه کړې ده چې په راتلونکې یوه میاشت کې به په امریکا کې پر دې ناروغۍ د اخته کسانو شمېر ۲۵ میلیونه او ۸۴ زره او ۹۲۲ ته ورسېږي.

د کورونا ناروغۍ دوهمې څپې د زور سره هم مهاله یو شمېر هېوادونو هم خپلې پولې وتړلې.

1 COMMENT

  1. برکت ! دخدای (ج) وهل سوټی نه لری ُ خدای دې دوی داسې تباه کړی چې یوبل ته اوبه ورنکړای شی – موږ خویې تباه، تباه کړو

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب