جمعه, مې 17, 2024
Homeکلتورد (ادبیات) اثر او زما یادښت

د (ادبیات) اثر او زما یادښت

پوهنمل سید اصغر هاشمي

د ترمېنالوژۍ اصطلاح په اتلسمې میلادي پېړۍ کې ګات فراید شوتز په الماني ژبه کې وکاروله، وروسته انګلیسـي ژبې ته یې لار پیدا کړه. ځینې خلک ترمېنالوژي د اصطلاحاتو سره یو شان ګڼي، چې په یو علم کې ځانګړې کلمې دي. ځینې یې خاصو ترکیبونو ته کاروي چې د یو علم د شیانو او مفاهیمو نومونو ته کارول کېږي. په اصطلاحي پېژندنه کې نوې علمي حوزه ده چې د علمي اصطلاحاتو او مفاهیمو یادونه کوي. یو تعداد پوهان دا علم د ژبپوهنې فرعي څانګه ګڼي او ځینې نور یې د څو علومو ګډه برخه ښيي.

د ټولنې پرمختګ له ژبې، پوهې او عقلانیت سره اړیکه لري او د هرې پوهې تخصصي خوا خپله ژبه لري او په ځانګړې ژبې پوهېدل د علومو د پیاوړتیا سبب ګرځي. د انسان حسونو په وسیله بېلابېلو حالاتو کې انسان ته د ځینو شیانو په اړه فکر پیدا کېږي او دغه فکر د انسان د مغز په چپ طرف کې لفظ او کلمات جوړوي او بیا یې انسانان په ورځني ژوند کې کاروي. کله کله د الفاظو عکسونه او یا د حسونو پر بنیاد بېلابېلو حالاتو کې ورسره مخامخه شوي اوسو، دغه تېر تکراري کلمات د هر انسان سره په ذخیره شوي ډول موجود وي، د اوریدلو، لیدلو، ویلو، کولو او نورو تداعيګانو په برخه کې د انسان ذهن ته راځي او انسان پرې خپلې ستونزې حلوي. ډېر وخت په شعوري ډول د الفاظو کارونې په برخه کې په لاشعور کې د پراته او ګودام شویو وییونو څخه کار اخلو  او له انسان سره د خبرو کولو په برخه کې مرسته کوي. ځینې خلک ډېر ښه او مناسب کلمات له ځان سره لري، په خبرو کې له ترکیبونو او جملو څخه په مناسب وخت کې ګټه اخلي، مقولې او شعرونه د اقتباس په ډول د خپلو خبرو د قوت او تاکید لپاره کاروي، چې دغه ټول کلمات د ده په لاشعور کې پراته وي او د ډېر تکرار په ډول هر وخت چې یې وغواړي، تکرارولی یې شي.

د علومو د پرمختګ سره دا اړتیا پیدا شوه چې هر علم باید خپل آر او بنسټیز کلمات، وییونه، جملې او همدارنګه ترکیبونه ولري، خو ټولې جملې او ترکیبونه د ځانګړي علم د ترمېنالوژۍ او یا اصطلاحاتو څخه اوډل شوي وي.

د ادبیاتو متخصصینو او پوهانو ته اړتیا ده چې په ادبي ژبې پوه شي او ترمېنالوژي یې زده کړي، د حقوقو متخصص ته حقوقي ژبې زده کول او همدارنګه که د تصوف او عرفان له ژبې سره اشنايي ونه لرو، نو د روښانیانو په شعرونو پوهېدل او یا هم د ابن عربي په افکارو پوهېدل او د منطق الطیر له نظریاتو برداشت اخیستل به ستونزمن وي، نو ځکه په نړۍ کې پرمختللې ژبې د ډېرو علومو لپاره د اصطلاحاتو ټولګې او په آن لاین شکل او کتابي ډول دایرت المعارفونه (انسایکلوپیډیاوې) لري.

د بېلګې په ډول ادبي دایرت المعارف، عرفاني اصطلاحات، تصوفي ترمېنالوژي او داسې نور چې بېلګې یې د غرب او شرق په ژبو کې زښت ډېر دي. د همدغو اصطلاحاتو څخه په اصلي او ضمني ډول په یوه ژبه کې ګټه اخیستل کېږي، خو په دواړو حالاتو کې پرې پوهېدل اړین دي. د سېمبولیکې او سوریالیستکي ژبې د استعمال او پوهېدلو لپاره دا اړین دي چې په غوره شوې ژبې کې د یو ځانګړي علم په ژبه او اصطلاحاتو پوه شو. د نړۍ مشهور اسماني کتابونه په سېمبولیکې ژبې وو او تفسیرولو لپاره یې په ژبې پوهېدل مهم دي. د داسې ژبې کارونې ارزښت په دې کې دی چې هر څوک یې د خپل علم اړوند مانا ترې اخلي او ډېر کار پرې کېدای شي، خو که له هر څومره سېمبولیکې ژبې کار اخیستل کېږي، بیا هم د اصطلاحاتو سره یې اشنايي اړینه موضوع ده.

خوښ یم چې پښتو ژبې ته کار کېږي او دا دی د ځوان، هڅاند څېړنیار محمد اسحق مومند کتاب چاپ ته تیار دی. دا اثر د یو کوچني ادبي دایرت المعارف په شکل دی چې بېلابېلې برخې لري، لکه: (ادبي څېرې، ادبپوهنه، ادبي مکتبونه، هنري ادبيات، اصطلاحات، وييپوهنه، ژبپوهنه، ادبي فنون، ادبي پوښتنې او ځوابونه او…)) لري. په پښتو ژبه کې له دې اثر څخه مخکې په همدې ډول او یا دې ته ورته کارونه شوي دي، لکه: فضلیات، د ادبي او کره کتنې اصطلاحات، ادبي سیندګی، ادبي ترمېنالوژي او داسې نور خو دا علمي کار او زیار خپل ارزښت لري. په راتلونکي کې کېدای شي چې لیکوال هرې برخې ته پراختیا ورکړي او د بېلابېلو اثارو شکل غوره کړي، ځکه چې په هره برخه یې په سلګونو مخه لیکل کېدای شي.

د دې اثر په پای کې ماخذونه ښودل شوي دي خو اوسني علمي پرمختګونو په نظر کې نیولو سره ښه دا ده چې په متن کې ماخذونه وښودل شي، هره اصطلاح چې له کوم ځای څخه اخیستل شوې، باید ځای ځای وښودل شي، چې په راتلونکي کې ورته پاملرنه پکار ده. بهترین څېړنیز اثر او لیکنه چې په متن کې ماخذونه ونه لري، سم کار ورته ویلای نه شو. په پای کې لیکوال ته اوږد عمر غواړم او په راتلونکي کې ورته نورو علمي پرمختګونو دعا کوم. 

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب