جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهپکتیکا کې د علي وزیر د نیول کېدو پر ضد لاریون وشو

پکتیکا کې د علي وزیر د نیول کېدو پر ضد لاریون وشو

تاند (شنبه د قوس ۲۹) پکتیکا کې لسګونو کسانو د پښتون ژغورنې غورځنګ د مخکښ علي وزیر د خوشې کېدو په خاطر لاریون وکړ.

لاریونوال چې نن شنبه د پکتیکا د مرکز ښرنې په مرکزي چوک کې راټول شوي و د علي وزیر نیول کېدل یې وغندل او د هغه د ژر تر ژره خلاصون غوښتنه یې وکړه.

لاریون وال وايي، دوی به تر هغه وخته خپلو اعتراضیه مدني حرکتونو او لاریونونو ته دوام ورکړي، تر څو چې پاکستاني ریاست علي وزیر نه وي خوشې کړی.

د دوی په خبره نه یواځې پکتیکاوال د پښتون ژغورنې ددغه فعال د خوشې کېدو غوښتنه کوي، بلکې د لر او بر درد یو دی او د یو بل په غم کې شریک دي.

د اجمل روا په نوم یو لاریونوال وايي دوی د منظور پښتین په لارښوونه د ویښ احساس له مخې راوتلي او د علي وزیر د خوشې کېدو غږ پورته کوي.

وروسته له هغه چې پاکستاني پولیسو په پېښور کې علي وزیر ونیوه، د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین د پاکستان حکومت پر ضد د پراخو لاریونونو خبرداری ورکړ.

له دې سره سم د پښتونخوا او ځیني نورو ښارونو په ګډون د افغانستان لویو ښارونو کابل، خوست، پکتیا، پکتیکا، کندهاراو مشرقي ولایتونو کې هم د پي ټي ایم  په ملاتړ خلک لاریونونو ته راووتل.

د پېښور پولیسو د ډسېمبر پر ۱۶مه ویلي و چې علي وزیر یې د سند پولیسو په غوښتنه نیولی دی.

د پولیسو په وینا علي وزیر د ډسمبر په شپږمه د غورځنګ د کراچۍ په جلسه کې د پاکستاني ریاست خلاف څرګندونې کړي دي.

خو د پښتون ژغورنې غورځنګ د پولیسو دا تور ردوي او وايي چې د سوله ییزې او قانوني مبارزې له لارې د پښتنو د حقونو لپاره مبارزه کوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب