جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهامریکا او افغان حکومت وايي طالبان په قصدي توګه عامه تاسیسات ویجاوړي

امریکا او افغان حکومت وايي طالبان په قصدي توګه عامه تاسیسات ویجاوړي

تاند (شنبه د قوس ۲۹) په افغانستان کې د ناټو ځواکونو د غوڅ ملاتړ ماموریت قومندان سکاټ مېلر وايي چې طالبان په قصدي توګه عامه تاسیسات ویجاړوي.

ښاغلي مېلر نن په کابل کې خبریالانو ته په خبرو کې وویل، دا تاسیسات د نړیوالې ټولنې له خوا د افغانانو د هوساینې لپاره جوړ شوي دي خو په دې وروستیو کې یې طالبانو په ورانولو پسې رااخیستې ده.

نوموړي وویل، طالبان باید تاوتریخوالی کم کړي او زیاته یې کړه، هر څومره چې د تاوتریخوالي کچه لوړېږي په هماغه اندازه د سولې پروسه له خطر سره مخامخ کېږي او پر وړاندې یې ګواښونه زیاتېږي.

دده په خبره که د سولې په رابطه له رامنځته شوي فرصت ګټه وانه خیستل شي دغه چانس به ضایع شي.

جنرال مېلر د طالبانو له خوا د سړکونو، پلونو، ودانیو او نورو عامه ځایونو چې د افغانانو ملکیت دی، پر ويجاړولو کلکه نيوکه وکړه او ويې ويل چې دا شيان یوازې په افغان ولس پورې تړاو لري.

دغه امریکايي چارواکی وايي، یادې زېربناوې له جګړو سره تړاو نه لري، خو طالبانو یې په قصدي توګه له منځه وړي.

سکاټ مېلر د خپلو خبرو پر دوام وویل، دوی له افغان پوځیانو څخه د جګړې په ډګر کې دفاع کوي او د هوايي بریدونو پر مهال به مرسته ورسره کوي.

دده په خبره افغان ځواکونه د سولې پروسې لپاره ډېر اړين دي او باید روزنې ته یې دوام ورکړل شي.

په افغانستان کې د ناټو ځواکونو قومندان په داسې مهال د طالبانو له لوري د عامه تاسیساتو د ویجاړولو په هکله څرګندونې کړي چې په دې وروستیو کې د زېربناوو په نښه کول زیات شوي دي.

تر دې وړاندې بیا افغان حکومت هم د زېربناوو ورانول د طالبانو کار بللی، خو دې ډلې د تل لپاره په داسې مسایلو کې لاس لرل رد کړي دي.

1 COMMENT

  1. دوی( امریکایان) ولې طالبانو ته په غوڅه توګه نه وایي چې له دې غلطو کارونو څخه ډډه وکړي. دوی هیشه دا یوه خبره کوي چې: (دې مست ناټ ډو) او دا کفایت نه کوي. دوی باید په زغرده د طالبانو څخه وغواړي چې دا ډول تاسیسات دې نه ورانوي. او که داسې نه کي نو څوک بیا د دوی په خبرو او صداقت اعتبار نه کوي. له بلې خوا که طالبان هم ځانته هېواد پال او د خلکو دوستان بولي، دا ډول کړنې دې نه کوي. مننه

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب