جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهد کورنیو چارو وزارت: طالبانو په تېرو درې میاشتو کې ۴۸۷ ملکیان...

د کورنیو چارو وزارت: طالبانو په تېرو درې میاشتو کې ۴۸۷ ملکیان وژلي

تاند (شنبه د قوس ۲۸) د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وزارت وایي چې طالبانو په تېرو درېیو میاشتو کې ۳۵ ځانمرګي بریدونه او ۵۰۷ کړۍ ماینونو ته چاودنې ورکړي دي.

ددې وزارت ویاند طارق ارین وايي، طالبانو ددې بریدونو په ترڅ کې ۴۸۷ ملکي وګړي وژلي او ۱۰۴۹ نور یې ټپیان کړي دي.

ښاغلي ارین نن شنبه پر خپله ټوېټر پاڼه لیکلي: « یاده ډله د ټولو انساني او اسلامي ارزښتونو پر خلاف ملکي خلک او عامه تاسیسات په نښه کوي. د عامو خلکو وژنه جنګي جنایت دی او هېڅ…»

طالبانو تراوسه پورې د حکومت د دې ادعا په اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.

د یادونې وړ ده چې د سولې خبرو له پیل سره هم مهاله په افغانستان کې تاوتریخوالی تر ټولو لوړې کچې ته رسېدلې دی.

که څه هم ګڼ شمېر هېوادونو، کورنیو او نړیوالو بنسټونو د جګړې له ښکېلو لوریو د تاوتریخوالي د کموالي غوښتنه کړې خو د ورځې په تېرېدو د تاوتریخوالي کچه لوړېږي او د جګړې ډګر د پخوا په پرتله تود شوی دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب