شنبه, مې 18, 2024
Homeخبرونهامرالله صالح د انسان تښتوونکو د اعدام غوښتنه وکړه

امرالله صالح د انسان تښتوونکو د اعدام غوښتنه وکړه

تاند (شنبه د قوس ۲۹) د ولسمشر لومړی مرستیال امرالله صالح وایي، تمه لري چې له دې وروسته انسان تښتونکو ته د اعدام سزا ورکړل شي.

ښاغلي صالح نن شنبه پر خپله فېسبوک پاڼه لیکلي، ملي امنیت ځواکونو یوه ماشومه د انسان تښتوونکو له منګولو ژغورلې او د انسان تښتوونکې ډلې غړي یې نیولي دي.

نوموړی وايي، څه موده وړاندې یوه پنځه کلنه نجلۍ د کابل ښار د اتمې ناحیې د طلايي ښارګوټي څخه تښتول شوې وه، چې تر تښتول کېدو وروسته د بګرامیو په سیمه کې په یوه کور کې ساتل کېده.

دده په خبره، نن یې د دې نجلۍ د راخلاصېدو ویډیو ولیده او په داسې حال کې چې د خپل پلار تر څنګ ناسته ده له سترګو یې ورته د خوښۍ اوښکې تویې کړې.

امرالله صالح وايي، انسان تښتوونکو د نجلۍ د خوشې کېدو په بدل کې د هغې له کورنۍ د ۳۰۰ زره امریکایي ډالرو غوښتنه کړې وه.

دی وايي، ددې ماشومې په اختطاف کې لاس لرونکی کسان هر یو هجرات الله، محمد کمال، شېرالله، حیات الله، محمد قاسم او بریالی د ملي امنیت ځواکونو له خوا نیول شوي دي.

د ولسمشر لومړی مرستیال وايي، مخکې یو څو تنه انسان تښتوونکي اعدام شول، چې دا د دولت یو تر ټولو ښه کار و او هیله لري چې دغه پروسه دوامداره شي څو ټولنه د داسې خلکو له شره خلاصه شي.

4 COMMENTS

  1. په ځای غوښتنه ده. دا ډله خلک ناراست تیارخواره نورو ته
    ورپشا اود ټولنی د اوږبوج دی. وژل یی د سرطان له منځه وړو سره مشابهت لری.

  2. امراله صالح ته دي وویل شی:
    دغه ناوړه فرهنګ د امر صاحب قهرمان سره له پنجشیر څخه راغی، اول یې د کارته پروان اهل هنودو په تښتولو پیل وکړ بیا خبره کابل تر صرافانو را تاوه شوه، اوس نو داسي ده لکه څرنګ چې ده.

    دا پنجشیری فرهنګ مو بیرته درواخلی!!!

  3. امرالله صالح دا سمه ده چی د ښاریانو اوسیدونکیو لپاره د ژوند امنیت شرائيط ډیر زیات ضروری دی اما دا صادقانه انسانی شرائيط هغه وخت افغان ملت ته راتلۍ شی کله چی دا اجنبی غلام قاتلان د تاسو په شمول ملی قضی ته وړاندی کړۍ شۍ او زندانو ته واچول شۍ او د تاسو له خواغلا شوی ډالرونه دوباره ملت ورکړۍ شی که دا کار وشی نو بیا ډا‍‍ډه اوسه چی افغان ملت ته امنیت راتللۍ شی او تاسی به په زندان کښي د افغان ؟ په حیث بیا ځان ارام ؟ حس کړۍ شۍ!!!!! نور پریږده د شورای نظار د فریبی شعارونه

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب